د قرباني مسئلي او حکمونه

Posted by ezzat | Posted in اسلامې مقالی | Posted on 27-10-2011-05-2008

0

د قرباني د مسئلو لړ لېک:

د قرباني آداب

قرباني يواځي  د الله ده؛ د هغه په نوم دي وکړله شي

د قرباني حيوان څرنګه په کار ده ؟

د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟

د قرباني وخت:

قرباني بايد څرنګه وشي؟

په قرباني کې رخصتونه :

د قرباني د څرمنو مصرف (  لګښت ځايونه )

په اسلام کي د قرباني اهميت، مقام او درجه

هغه څاروي چې د هغوي قرباني کول جائز نه ده:

د قرباني کولو وخت او ځاي:

څاروي په خپله حلال کړئ:

د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق

د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول

مجاهدينو ته د قرباني څرمن او پوستکى ورکول

د قرباني د حيوان دوه غاښونه لرل په کار دي

د اوښ او غواهي په قرباني کي څو کسان شريکيدى شي ؟

د قرباني غوښه څو حصي جوړول په کار ده؟

. د يو کلن څاروي قرباني

د ميښي د قرباني مسئله

ايا پاکستانيانو ته قرباني نه ده کول په کار ؟

ليکنه : مفتي مبشراحمد ( رباني ) حفظه الله

ژباړه: مفتي ابوخالدلائق ا حمدغزنوي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د قرباني آداب

د غټ اخترد لمانځه تر ادا کولو ورسته قرباني کيږي، د الله په لاره کي حيوان حلالول يو لوي عبادت دى، د نورو عبادتونو په څير د قربانۍ د قبليدو لپاره هم دوه شرطونه دي :

[١] په نيت کي اخلاص پيدا کول .[٢] د سنت موافق کيدل.

لاندي موږ  يو څو هغه اداب او شرطونه بيانوو د کومو يادونه چې په قرآن او سنت کي راغلى، ددي لپاره چې هر مسلمان ددي  په لحاظ کولو سره قرباني وکړي .

قرباني يواځي  د الله ده او د هغه په نوم دي وکړله شي:

قرباني دي د الله د رضا او هغه ته نزديکت لپاره وکړله شي،د رياکارۍ يا د بل چا د نزديکت  لپاره دي ونه کړل شي، ځکه الله تعالى انسان ته دده د تقوي، پرهيزګاري، اخلاص او جذبي موافق بدله ورکوي، هغه فرمايلي:

(( لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ )).[ الحج ٣٧ ].

الله تعالي ته هيڅکله ددي حيواناتو غوښي او ويني نه رسيږي؛ بلکه هغه ته خو ستاسي تقوا ور رسيږي.

د غيرالله د نزديکت لپاره حيوانات حلالول، د غيرالله په نوم باندي د هغوي خوشي پريښودل، يا ېي په داسي ځاي کي حلالول چيري چې د غيرالله عبادت او شرک کيږي دا ټول په ټول حرام او ناروا کارونه دي، د اميرالمؤمنين علي بن ابي طالب رضي الله عنه نه روايت دى : چې رسول الله صلي الله عليه  وسلم فرمايلي:

« لَعَنَ اللَّهُ مَنْ لَعَنَ وَالِدَهُ وَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ ذَبَحَ لِغَيْرِ اللَّهِ وَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ آوَى مُحْدِثًا وَلَعَنَ اللَّهُ مَنْ غَيَّرَ مَنَارَ الأَرْضِ ».

الله تعالى دي په هغه انسان لعنت وکړي چې په خپل پلار لعنت وايې، الله تعالي دي په هغه انسان لعنت وکړي چې د غيرالله لپاره ذبحه کوي، الله تعالي دي په هغه انسان لعنت وکړي چې  بدعتي ته يې پناه ورکړه او الله دي په هغه چا لعنت وکړي چې د ځمکي نښي نښانې بدلوي.[ مسلم ١٣\١٤].

ځېني ناپوهه خلک د قرباني په څېرعظيم عبادت د يوولسمي په نيت او عقېده کوي او په دي سره خپل عمل بربادوي؛ داسي خلکو ته د الله تعالي څخه ويره پکار ده، د بزرګانو په محبت کي راتللو سره د خپل رب عظمت او لوېي هيڅکله هيره ول نه ده په کار.

د قرباني حيوان به څرنګه وي؟

د قرباني حيوان چاغ، تازه، ښائسته او د هر ډول ( ښکاره ) عيبونو څخه پاک په کارده، په دي  هکله د هغه د عمر خيال ساتل هم ضرور دى.

جابر رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: « لاَ تَذْبَحُوا إِلاَّ مُسِنَّةً إِلاَّ أَنْ يَعْسُرَ عَلَيْكُمْ فَتَذْبَحُوا جَذَعَةً مِنَ الضَّأْنِ ».[ مسلم ١٣\١٤ ].

چې د مسنې ( دوه غاښي ) نه پرته بل هيڅ حيوان مه حلالوئ، که ددي پيدا کول درته ګران شي نو د ګډ جذعه ( شپږ مياشتنى تر يو کلني پوري ) حلال کړئ .

ددي حديث نه معلومه شوه چې د ( اوښ، غوا او سېرلي قرباني ترهغه پوري نه صحيح کيږي ترڅو چې ېې خوله کي دوه غاښونه نه وي، يعني دکوم حيوان چې د شېدو مخامخ دوه  غاښونه ولويږي او نوي را وخيژي .

د کوم حيوان قرباني چې جائز نه ده؟

په احاديثو کي د حيواناتو ځېني داسي صفات بيان شوي چې د هغو په لرلو سره ېي قرباني کول نه صحيح کيږي.

د علي رضي الله عنه نه روايت دى چې موږ ته رسول الله صلي الله عليه وسلم امر کړى:(( أَنْ نَسْتَشْرِفَ الْعَيْنَ وَالأُذُنَ )).

چې موږ ( د قرباني د څاروي ) سترګي او غوږونه ښه وګورو:

(( عَن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ عَنْهُ مَاذَا يُتَّقَى مِنْ الضَّحَايَا فَأَشَارَ بِيَدِهِ فَقَالَ أَرْبَعًا: الْعَرْجَاءُ الْبَيِّنُ ظَلْعُهَا وَالْعَوْرَاءُ الْبَيِّنُ عَوَرُهَا وَالْمَرِيضَةُ الْبَيِّنُ مَرَضُهَا وَالْعَجْفَاءُ الَّتِي لَا تُنْقِي)).

د براء بن عازب رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه د کوم حيوان څخه په قرباني کي ځان ساتل پکار دى؟

هغه مبارک په لاس سره اشاره وکړه او وې ويل: د څلور ډوله څاروو نه ځان ساتل په کار دي:

(١) ګوډ چې ګوډوالى ېي ښکاره وي.

(٢) ړوند چې ړوندوالى يې ښکاره وي.

( ٣) ناروغ چې ناروغې يې ښکاره وي.

( ٤) داسي کمزورى او خوار چې د هغه په هډوکو کي مازغه نه وي.

[ صحيح ابي داود ٢\٥٣٩ ، صحيح ترمذي ٢\٨٨ ].

د قرباني وخت:

د قرباني وخت د اختر د لمانځه نه پس شروع کيږي او ذوالحجي د ديارلسمي (١٣) ورځي ترلمر لويدو پوري وي.

کوم انسان چې د لمانځه نه مخکي قرباني وکړه برابره خبره ده که په کلو بانډو کي وي او که په ښارونو کي؛ نو هغه دي په دويم ځل قرباني وکړي.

د جندب بن عبد الله رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( مَنْ كَانَ ذَبَحَ قَبْلَ أَنْ يُصَلِّيَ، فَلْيَذْبَحْ مَكَانَهَا أُخْرَى )).

چاچې تر لمونځ کولو مخکي قرباني وکړه نو هغوي دي د هغي په ځاي بل ( دويم ) حيوان حلال کړي.[ متفق عليه واللفظ ﻻبي عوانه ].

د ذوالحجي تر ديارلسم (١٣) ماښام پوري د قرباني کولو د جواز دليل دا ده چې يوولسم، دوولسم او ديارلسم د ذوالحجي ته ايام تشريق ويل کېږي او په حديث کي راغلې: ايام تشريق د قرباني ورځي دي.

د  جبير بن مطعم رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( كُلُّ أَيَّامِ التَّشْرِيقِ ذَبْحٌ )).

چې د ايام تشريق ټولي ورځي د ذبحي ( يعني قرباني ) دي .

[ فتح الباري ١٠\١١، نيل الاوطار٥\١٢٥، زادالمعاد٢\٣١٨ ].

قرباني بايد څرنګه وشي؟

غوره دا ده چې انسان په خپل لاس سره قرباني وکړي، که بل څوک د ده په ځاي ذبيحه ( حلالول ) وکړي نو دا هم جائز ده.

اوښ دي په ولاړه په داسي طريقه حلال کړي چې يوه پښه ېي تړل شوي وي او د مرۍ په بيخ کي دي په نيزه او يا بل داسي تېره څېز ووهل شي تر دي پوري چې ټوله وينه ورڅخه ووځي، د قرباني نور حيوانات دي څملول شي په څټ دي ورته پښه کېښودل شي په تېره چاړه تېرولو سره دي ورباندي  بسم الله الله اکبر ووايې او حلال دي کړل شي.[ مسلم ١٣\١٢٠ ].

رخصتونه :

(١) د ټول کور له طرفه يو حيوان قرباني کول کفايت کوي.

[ صحيح ترمذي ٢\٩٠ ] .

(٢) د قرباني غوښه په غريبانو او مسکينانو باندي خيراتولى شئ، دوستانو، يارانو او خپل خپلوانو ته ېي تحفه هم ورکولي شئ او په خپله هم چې څومره ورته ضرورت لرئ خوړلى شئ، الله تعالي فرماېي :

(( فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ)).[ الحج: ٣٦ ].

نو تاسي ددي غوښو څخه خوراک وکړئ او په نه غوښتونکو او غوښتونکو ( دواړو )يې ( هم ) وخورئ .

(٣) که ېي د يو څو ورځو لپاره ساتئ نو ساتلى ېي  شئ ، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: « كُلُوا وَادَّخِرُوا وَتَصَدَّقُوا ». أَخْرَجَهُ مُسْلِمٌ في صحيحه ١٣\١٣١ ].

و ېي خورئ ،وې ساتئ او خيرات ېي کړئ .

(٤) ښځه هم ذبحه کولى شي [ بخاري سره د فتح الباري ].

(٥) وړي انجلۍ د اختر په ورځ جهادي سندري يا هغه شعرونه چې په هغو کي د فحاشي او بي حياېي خبري نه وي ددريا ( تنبل ) نه بغير يا ددريا ( تنبل ) سره سره ويلى شي .[ متفق عليه، د مشکواة په حواله ١٢٦].

(٦) د اختر په ورځ جنګي او حربي لوبي اوتاکتېکونه کول او هغو ته کتل په سنت کي ثابت دي :(( بخاري سره د فتح الباري٢\٥١٠ )).

[ مجلة الدعوه، اپريل، ١٩٩٧].

د قرباني د څرمنو مصرف يعني د لګښت ځايونه

د قرباني د څرمنو همدغه مصرف دى، کوم چې د قرباني د غوښو دى يعني قرباني کونکي دي  په خپله استعمال کړي، بل چا ته دي تحفه ورکړي يا دي په کوم فقير او مسکين صدقه کړي، يا دي کومي ښې اداري ته ورکړي  او که د الله په لار ه کې د جنګيدونکو او ځان شهيدونکو مجاهدينو مرسته ورباندي وکړي نو دا خو تر ټولو غوره ده؛ ځکه چې هغوي د الله په لار کي وتلي او زموږ مالونو ته ضرورت لري خصوصا د شهيدانو يتيمان شوي بچې او کونډي ښځي خو تر ټولو زيات حق لري.

د زيد بن خالد رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم فرمايلي:(( مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ الله فَقَدْ غَزَا وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي أَهْلِهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا)).

چاچې د الله  په لار کي غزا کونکى تيار کړ نو يقيناً ده هم جهاد وکړ، او چاچې د کوم غازي د تللو نه پس د هغه د کورنۍ په ښه طريقه سره حال احوال واخستل نو ده هم جهاد وکړ.

[ متفق عليه؛ د مشکواة کتاب الجهاد ( ٣٧٩٧ ) په حواله باندي .

((  عَنْ عَلِيٍّ بن ابي طالب، قَالَ : أَمَرَنِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أَقُومَ عَلَى بُدْنِهِ وَأَنْ أَتَصَدَّقَ بِلُحُومِهَا وَجُلُودِهَا وَأَجِلَّتِهَا وَأَنْ لاَ أُعْطِيَ الجَْزَارَ مِنْهَا شَيْئًا، وَقَالَ « نَحْنُ نُعْطِيهِ مِنْ عِنْدِنَا ».)).

د علي ابن طالب رضي الله عنه نه روايت دى چې ماته نبي کريم صلي الله عليه وسلم امر وکړ چې ته به د قربانيوو نګران ( څارونکي ) شي ( او دا حُکم يي هم راته وکړ ) چې د هغو غوښي، څرمني او ځلونه خيرات کړم او ددي څخه  قصاب ته ( د مزدوي په ډول ) هيڅ ورنه کړم .

علي رضي الله عنه واېي موږ  به قصاب ته له خپله ( جيبه ) مزدوري ورکوله.( مسلم،ابوداود، احمد).

((  عَنْ اَبي سَعِيدٍ ان قَتَادَةَ بْنَ النُّعْمَانِ أَخْبَرَهُ : أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ فَقَالَ : إِنِّي كُنْتُ أَمَرْتُكُمْ أَنْ لاَ تَأْكُلُوا الأَضَاحِيَّ ، فَوْقَ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ لِتَسَعَكُمْ، وَإِنِّي أُحِلُّهُ لَكُمْ ، فَكُلُوا مِنْهُ مَا شِئْتُمْ ، وَلاَ تَبِيعُوا لُحُومَ الْهَدْيِ ، وَالأَضَاحِيِّ فَكُلُوا ، وَتَصَدَّقُوا، وَاسْتَمْتِعُوا بِجُلُودِهَا، وَلاَ تَبِيعُوهَا، وَإِنْ أُطْعِمْتُمْ مِنْ لَحْمِهَا، فَكُلُوا إِنْ شِئْتُمْ. )).

قتاده بن نعمان رضي الله عنه وايي: چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: بي شکه ما تا سي د دري ورځو نه آخوا د قرباني د غوښو له ساتلو څخه منعه کړي وئ، ( اوس تاسي ددي غوښه د درى ورځو نه آخوا هم ساتلى شئ وېي ) خورئ او خيرات ېي هم کړئ، ددي د څرمنو څخه فائده واخلئ؛ البته خرڅوي ېي مه!.

دې احاديثو ته په کتو سره د قربانۍ د څرمنو صدقه او خيرات د  طالب العلمانو او مجاهدينو په مرسته کي لګول صحيح کار ده. [ مجلة الدعــــوة، جون،  \١٩٩٣ء].

د قرباني اهميت، مقام او درجه

پوښتنه:

په اسلام کي د قرباني څه اهميت، مقام او درجه ده؟ ددي متعلق مسئلي واضحه کړئ.

ځواب :

د نن نه څو زره کاله مخکي د عربو په ويرانه، ويجاړه او خالي صحرايې ميدان کي سيدنا ابراهيم خليل الله عليه السلام خپل قدرمند زوي د الله تعالي د رضا په خاطر د حلالولو لپاره څلملول، د الله تعالي د خپل پيغمبر امتحان مقصد وو، ابراهيم عليه السلام په دي امتحان کي په پوره پيمانه کامياب شو، د الله تعالي له طرفه ورته پيغام راغي :

(( … يَا إِبْرَاهِيمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105،)).

اي ابراهيمه! تاخپل خوب رښتنى کړ؛ يقيناً موږ احسان کونکو ته دا رنګه ښه بدله ورکوو. [ سورة الصافات ].

د الله تعالي سره د محبت کونکو دا اواز او شعار وي چې:(( إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (162الانعام )).

بيشکه زما لمونځ، زما قرباني، زماژوند او زما مرګ يواځي د ( هغه ) الله لپاره دى چې د تمامو جهانو پالونکى دى .

د پلار او زوي دا يادګار؛ د قرباني په شکل د څو زره کلونه څخه راروان دى او ترقيامته به جاري وي .

د قرباني مقصد دا ده چې؛ انسان دي د خپل الله په خاطر خپل ډير محبوب شى او متاع هم د هغه په لاره کي قربان کړي؛ کنه نو د حيواناتو غوښي، پوستکي او څرمني خو الله ته نه رسيږي، اصلي مقصد خو د انسان د زړه خوف او ويره ده، لکه څرنګه چې الله تعالي فرمايلي:

(( لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ )) الله تعالي ته د قربانۍغوښي او ويني هيڅکله نه رسيږي؛ بلکه هغه ته خو ستاسي تقوا ور رسيږي .

د قرباني اهميت:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : مَنْ كَانَ لَهُ سَعَةٌ ، وَلَمْ يُضَحِّ ، فَلاَ يَقْرَبَنَّ مُصَلاَّنَا. د ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دى چې هغه ويلي څوک چي د وسع او طاقت سره سره قرباني ونه کړي، نو هغه دي زموږ عيدګاه ته بالکل نزدي هم نه راځي.

( مسند احمد ٢\٣٢١، ترغيب الترهيب ٢\١٠٠، ابن ماجه ٢\١٠٤٤ حديث نمبر( ٣١٣٣) نيل الاوطار٥\١٩٥).

دا روايت مرفوعاً هم روايت شوى ليکن صحيح دا ده چې دا د صحابي رضي الله عنه قول دى.

( زه ابوخالد وايم داحديث ډيرو زياتو کتابونو مرفوعا راوړى، شيخ الباني رحمه الله مرفوعاً حسن او په صحيح الجامع کي ورته صحيح ويلي ).

په قرباني کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم معمول:

(( عَنْ أَبِى سَعِيدٍ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُضَحِّى بِكَبْشٍ أَقْرَنَ فَحِيلٍ يَنْظُرُ فِى سَوَادٍ وَيَأْكُلُ فِى سَوَادٍ وَيَمْشِى فِى سَوَادٍ. )).

رسول الله صلي الله عليه وسلم به په اختر کي داسي ګډ حلالول چې هغه به چاغ، تازه او ښکرور وو چې د هغه به سترګي،غوږونه او پښي تورې وي .

[ ترمذي١\٢٨٣،ابن ماجه ( ٣٢٨) ٢\١٠٤٢، ابوداو (٢٧٩٣).].

(( عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِالْمَدِينَةِ عَشْرَ سِنِينَ يُضَحِّى )).

د سيدنا عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم لس کاله په مدينه کي اوسيده، او هر کال به ېي قرباني کوله [ ترمذي (١٠١٢)٣\١٢٩ احمد ٢\٣٨ ].

[ شيخ زبيرعلي زئي وايې ددي په سند کي (( حجاج بن ارطاة )) مدلس راوې دى،  او دا روايت دده د عنعني په وجه ضعيف ده ].

(( عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لاَ تَذْبَحُوا إِلاَّ مُسِنَّةً إِلاَّ أَنْ يَعْسُرَ عَلَيْكُمْ فَتَذْبَحُوا جَذَعَةً مِنَ الضَّأْنِ .)).

جابر رضي الله عنه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: صرف د دوه غاښى څاروى قرباني کړئ؛ که چيرې داسي څاروي پيدانه شي، نو بيا جذعه حلال کړئ.[ ابوداود٢٧٩٤، مسلم کتاب الاضاحي، نسائي ٧\٢١٨،ابن ماجه ١\١٠٤٩ حديث لمبر( ٣١٤١) مسنداحمد٣\٣١٢-٣٢٧].

په عربي ژبه کي (( مُسِنَّةْ )) هغه څاروي ته واېي چې د هغه د شيدو غاښونه ولويږي او د هغو پرځاي نور را وخيژي . [ مجمع البحار ١٤٨].

د مُسِنَّةْ لفظ د مسن څخه مشتق ( را اخستل ) شوى چې ددي معنى غاښ ده، مسنه په هغه معنى نه ده کومه چي د کال په معنى راځي .

هغه څاروي چې د هغوي قرباني کول جائز نه ده:

په احاديثو کي د حيواناتو ځېني داسي صفات بيان شوي چې د هغو په لرلو سره ېي قرباني کول نه صحيح کيږي.

د علي رضي الله عنه نه روايت ده چې : أَمَرَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ أَنْ نَسْتَشْرِفَ الْعَيْنَ ، وَالاذُنَ وَأَلاَ نُضَحِّىَ بِمُقَابَلَةٍ وَلاَ مُدَابَرَةٍ وَلاَ شَرْقَاءَ وَلاَ خَرْقَاءَ.

رسول الله صلي الله عليه وسلم موږ ته حکم کړى چې د څاروي سترګي او غوږونه ښه وګورو، او موږ داسي څاروى حلال نه کړو چې د هغه غوږ د پورته ( مخامخ ) يا وروسته نه پري کړى شوى وي، ( دارنګه ) د کوم څاروي غوږ چې په اوږدو باندي څيري شوى وي او يا دا چې د هغه په غوږ کي ګرد سُورى شوى وي .

[ ترمذي ١\٢٨٣، ابوداود ( ٢٨٠٤) نسائي ٧\٢١٦، دارمي ٢\٧٧، ابن ماجه ( ٣١٤٢- ٣١٤٣) مسنداحمد١\٨٠،٩٠، ١٠١،١٠٥، ١٠٨].

دا روايت تر ( والاذان ) پوري مرفوع ده، وروسته د غوږونو د وضاحت خبره د راوي قول او تشريح ده .

(( عَن الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ عَنْهُ مَاذَا يُتَّقَى مِنْ الضَّحَايَا فَأَشَارَ بِيَدِهِ فَقَالَ أَرْبَعًا: الْعَرْجَاءُ الْبَيِّنُ ظَلْعُهَا وَالْعَوْرَاءُ الْبَيِّنُ عَوَرُهَا وَالْمَرِيضَةُ الْبَيِّنُ مَرَضُهَا وَالْعَجْفَاءُ الَّتِي لَا تُنْقِي)).

د براء بن عازب رضي الله عنه نه روايت دى چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه د کوم حيوان څخه په قرباني کي ځان ساتل پکار دى؟

هغه مبارک په لاس سره اشاره وکړه او وې ويل: د څلور ډوله څاروو نه ځان ساتل په کار دي:

(١) ګوډ چې ګوډوالى ېي ښکاره وي.

(٢) ړوند چې ړوندوالى يې ښکاره وي.

( ٣) ناروغ چې ناروغې يې ښکاره وي.

( ٤) داسي کمزورى او خوار چې د هغه په هډوکو کي مازغه نه وي.

[ صحيح ابي داود ٢\٥٣٩ ، صحيح ترمذي ٢\٨٨ ، موطا٢\٥٨٢، دارمي ٢\٧٢، ترمذي ١\٢٨٣، نسائي ٧\٢١٤، ابن ماجه حديث لمبر( ٣١٤٤) مسنداحمد٤\٢٨٤- ٢٨٩].

د قرباني کولو وخت او ځاي:

عَنْ ابْنَ عُمَرْ قَالَ كَانَ النبي صلي اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَذْبَحُ وَيَنْحَرُ بِالْمُصَلَّى.

د ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله  صلي الله عليه وسلم به په عيدګاه کي د قرباني څاروى حلالول .[ بخاري ].

((عَنْ أَنَسٍ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ الصَّلاَةِ فَلْيُعِدْ )).

وللبخاري : ((  مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ الصَّلاَةِ فَإِنَّمَا يَذْبَحُ لِنَفْسِهِ ، وَمَنْ ذَبَحَ بَعْدَ الصَّلاَةِ فَقَدْ تَمَّ نُسُكُهُ وَأَصَابَ سُنَّةَ الْمُسْلِمِينَ. )).

د انس رضي الله عنه نه روايت دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي: چاچې د اختر د لمانځه نه مخکي د قرباني څاروى حلال کړ؛ نو هغه دي په دويم ځل قرباني وکړي .

د صحيح بخاري الفاظ داسي دي: چاچې د اختر ترلمانځه مخکي څاروى حلال کړ نو هغه ېي ځان ته حلاله وي، او چا چې د اختر تر لمانځه ورسته څاروى حلال کړ؛ نو د ده قرباني پوره شوه او ده د مسلمانانو په طريقه عمل وکړ .

څاروي په خپله حلال کړئ:

د قرباني څاروي په خپله حلالول په کار ده؛ د الله رسول صلي الله عليه وسلم به په خپلو لاسونو قرباني حلالوله، يوه قرباني د ټول کور له طرفه بالکل کافي کيږي:

((عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ ، قَالَ: سَأَلْتُ أَبَا أَيُّوبَ الأَنْصَارِيَّ : كَيْفَ كَانَتِ الضَّحَايَا فِيكُمْ ، عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ؟ قَالَ : كَانَ الرَّجُلُ فِي عَهْدِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ، يُضَحِّي بِالشَّاةِ عَنْهُ ، وَعَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ ، فَيَأْكُلُونَ وَيُطْعِمُونَ )).

عطاء بن يسار واېي ما د ابوايوب انصاري رضي الله عنه نه پوښتنه وکړه چې د رسول الله  صلي الله عليه وسلم په زمانه کي به قرباني څرنګه کيدلي؟ نو هغه وويل: د نبي کريم صلي الله عليه وسلم په زمانه کي به يو کس د خپل ځان او خپل ټول کور له طرفه ( صرف ) يوه قرباني کوله .

[ ابن ماجه (٣١٤٧ )٢\١٠٥١ ].

د مړي له طرفه د قرباني کولو روايت تحقيق

پوښتنه:

د جون د مياشتي ( مجلة الدعوة ) په ګڼه کي د قرباني احکام او فضائل ورکړل شوي وو، په هغو کي يو حديث د مړي د قرباني د حکم په هکله ليکلى شوى وو، په ترمذي شريف کي راغلي چې سيدناعلي رضي الله عنه به د نبي کريم صلىالله عليه وسلم له طرفه قرباني کوله، هغه به ويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل مرګ نه پس ماته د قرباني کولو وصيت کړى، ددي نه معلوميږي چې د مړي له طرفه قرباني کول مشروع او جائز کار دى، ددي حديث په هکله وضاحت غواړو چې ايا دا حديث خو ضعيف نه دى؟ که ضعيف وي نو د مجلي په راتلونکي ګڼه کي ددي وضاحت وکړئ.

ځواب:

پورتنى د علي رضي الله عنه روايت په سنن ابوداود ٣\٤٩ او سنن ترمذي ٤\٨٤ کي راغلى؛ دا انتهاېي ضعيف روايت دى، ددي  روايت د ضعيف کيدلو سببونه په لاندي ډول دي:

[١] امام ترمذي ددي روايت د نقلولو نه پس ويلي:(( هذا الحديثٌ غريبٌ لا نَعْرِفُهُ إلاّ مِنْ حَدِيثِ شَرِيكٍ )).

دا غريب حديث دى موږ ته د شريک د سند نه پرته په بله هيڅ واسطه نه ده رارسيدلى.

او د (( شريک بن عبد الله القاضي )) حافظه متغيره شوي وه .

حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب التهذيب١٤٥ مخ کي واېي: (( صدوق يخطئ كثيراً تغير حفظه منذ ولي القضاء بالكوفة )).

دى رښتنى ده ليکن ډيرخطاکيږي، کله چې د کوفي قاضي مقرر کړل شوى له هغه وخته ېي حافظه يې متغيره شوي ده .

امام مسلم صرف په متابعت کي دده روايتونه نقل کړي، په ده يې احتجاج ( دليل نيول ) نه دى کړى.

[٢] ددي روايت په سند کي دويمه خرابي دا ده چې شريک د ابوالحسناء څخه روايت نقلوي او دى ( يعني ابوالحسناء ) مجهول راوي دى، د ده په هکله هيڅ معلومات نشته چې دى څوک دى، حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب٤٠١مخ کي ليکلي چې:(( مجهولٌ مِن السابعةِ )).

[٣] دريمه خرابۍ دا ده چې دا روايت د علي رضي الله عنه څخه څوک نقلوي نو هغه (( حنش )) نوميږي چي کًنيه يې  ابوالمعمرالکناني ده، دا راوي هم (( متکلم فيه )) دى، حافظ ابن حجرعسقلاني په تقريب ( ٨٥ مخ ) کي ليکلي چې:(( صدوق له اوهام ويرسل )). رښتني ده، ليکن د ده په روايتونو کي وهم وي او مرسل روايتونه بيانوي.

امام ابن حبان وايې: چې دى (( کثير الوهم ))  دى، د علي رضي الله عنه نه په ځېنو روايتونو نقلولو کي منفرد يعني يواځي دى او د حجت قابل نه دى. [ عون المعبود سره د ابوداود ٣\٥١ ].

يادونه :

د دي روايت څخه پرته په دي مسئله کي ديته اړوند يو بل روايت:(( عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هَذِهِ الأَضَاحِىُّ؟ قَالَ :« سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ  ».)). په ابن ماجه ٢\١٠٤٥ حديث شميره ( ٣١٢٨ ) کي هم راغلى، دا روايت سخت ضعيف بلکه موضوعي دى او علتونه يې په لاندي ډول دي :

[١] ددي  په سند کي ((عَائِذِ اللَّهِ الْمُجَاشِعِي )) راغلى، چې د ده په هکله امام بخاري ويلي:((  لايصح حديثه )).

دده حديث صحيح نه وي.

امام ابوحاتم ويلي:(( هو متروک الحديث )). [ تنقيح الرواة ١\٢٨٠].

حافظ ابن حجر ويلي : ضعيف [ تقريب:١٦٢مخ ].

[٢] په ابوداود کي ددي دويم راوي (( نفيع بن الحارث )) راغلي؛ د ده په هکله امام دارقطني ويلي: هُومتروک.[ تفيقح الرواة ١\٢٨٠].

امام هيثمي په مجمع الزوائد کي ويلي: هُومتروک واتهم بوضع الحديث.

حافظ ابن حجر عسقلاني ويلي :(( متروک وقدکذبه ابن معين )).

( تقريب ٣٥٩مخ ).

معلومه شوه چې (( نُفَيْعِ بْنِ الْحَارِث )) متروک الحديث او درواغجن راوي ده .

[٣] ددي  نه علاوه (( سَلاَّمُ بْنُ مِسْكِين ))  هم د (( عَائِذِ اللَّهِ )) څخه په روايت نقلولو کي منفرد يعني يواځي دى. [ تنقيح الروايه ١\٢٨٠ ].

دا د مضمون لېکونکي د غفلت او تساهل نتيجه ده چې هغه تحقيق نه ده کړى، مونږ ېي په مجلة الدعوة کي په چاپ کيدو باندي د لوستونکو څخه معذرت غواړو، اميد دى چې لوستونکي زموږ دا تېروتنه راته معاف کړي.

[ مجلة الدعوة، اګست ١٩٩٢ميلادي کال ].

د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول

پوښتنه:

د اختر تر لمانځه مخکي قرباني کيدى شي او که نه؟

ځواب: د اختر تر لمانځه مخکي قرباني نه کيږي، لکه څرنګه چې د رسول الله  صلي الله عليه وسلم نه په صحيح حديث کي ثابت دي؛ هغه ويلي:(( (( مَنْ ذَبَحَ قَبْلَ الصَّلاَةِ فَإِنَّمَا يَذْبَحُ لِنَفْسِهِ، وَمَنْ ذَبَحَ بَعْدَ الصَّلاَةِ فَقَدْ تَمَّ نُسُكُهُ وَأَصَابَ سُنَّةَ الْمُسْلِمِينَ. )).

چاچې د لمانځه نه مخکي قرباني وکړه نو هغه يې خپل ځان ته حلالوي او چاچې د لمانځه نه پس وکړه نو د هغه قرباني پوره شوه او د مسلمانانو لاره يې وموندله.

په دي حديث کي د الله د رسول الله صلي الله عليه وسلم الفاظ عام دي، ښاريان، بانډه وال او کليوال  ټول په کي داخل دي، اوس که ېي څوک تر ښاريانو پوري خاصه وي نو په دې به دليل راوړي چې هغه به صحيح او صريح وي؛ ليکن داسي صحيح دليل سره نه شته .

احناف چونکه په کليو الو باندي د اختر لمونځ واجب نه ګڼي؛ لکه د دوي په معتبر کتاب هدايه کي راغلي:(( تَجِبُ صَلاةُ الْعِيدِ عَلَى مَنْ تَجِبُ عَلَيْهِ الْجُمُعَةُ )).

د اختر لمونځ په هغه چا واجب دى په چا چې د جُمعي لمونځ واجب دى.[ هدايه١\١٧١].

او د جمعي په هکله لېکي:(( لا تَصِحُّ الْجُمُعَةُ إلَّا فِي مِصْرٍ جَامِعٍ ، أَوْ فِي مُصَلَّى الْمِصْرِ ، وَلا تَجُوزُ فِي الْقُرَى)).

چې جمعه صرف په غټ ښار يا د ښار په عيد ګاه کي صحيح دى، په کلو او بانډو کي د جمعي لمونځ کول جائز نه دى [ هدايه١\ ١٢٨ ] .

ددي دواړو عبارتونو نه معلومه شوه چې د احنافو په نزد په کلي کي نه د جمعي لمونځ کيدى شي او نه د اختر.

ليکن دا مذهب بالکل باطل او غلط دى، ځکه د الله تعالي حکم دى:(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (9الجمعه ).

اې مؤمنانو! کله چې د جُمعي په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو د الله تعالي د ذکر په لوري رامنډه کړئ؛ اخستل او خرڅول پريږدئ، دا ستا سي لپاره غوره ده که تاسي پوهيږئ.

دې ايت کي خطاب ټولو خلکو ته شوى، د غټو او وړو ښارونو، کليوالو او بانډيوالو ټولو ته دا حکم شامل دى، هيڅوک د دي څخه نه ده مستثنى، په قرآن او سنت کي هم داسي څه دليل نشته چې ددوي تخصيص وکړي؛ چې ګني دا حکم صرف د غټو ښارونو لپاره ده او وړو ښارونو، کليوالو او بانډيوالو ته دا حکم شامل نه دى.

ددي نه علاوه په بخاري شريف کي حديث دى:(( عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ أَوَّلُ جُمُعَةٍ جُمِّعَتْ بَعْدَ جُمُعَةٍ جُمِّعَتْ فِي مَسْجِدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَسْجِدِ عَبْدِ الْقَيْسِ بِجُوَاثَى يَعْنِي قَرْيَةً مِنْ الْبَحْرَيْنِ )).

د رسول الله صلي الله  عليه وسلم په مسجد کي د جمعي له لمانځه نه پس چې تر ټولو لومړى د جمعې لمونځ وشو نو هغه د بحرين په جواثا نومي کلي کي د (( عبدالقيس )) په مسجد کي وشو .

حافظ ابن حجر د (( من البحرين)) وضاحت کوي؛ ليکي:(( في رواية وكيع قرية من قرى البحرين وفي أخرى عنه من قرى عبد القيس )).

يعني په يو روايت کي داسي راځي چې د بحرين د کلو نه يو کلى وو او بل روايت کي دي د عبدالقيس د کلو نه يو کلى وو.

دا معلومه او منل شوي خبره ده چې عبدالقيس قبېلي د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د حکم نه بغير د جمعي لمونځ نه دى کړى، ځکه د صحابه کرامو دا عادت نه وو چې د وحيې د نازليدو په وخت کي له خپل ځانه شرعي کارونه جوړکړي؛ که چيري داسي خبره شي يعني صحابه کرامو له خپله ځانه دا کارشروع کړى وى نو فوراً به په قرآن کي ورباندي رد نازل شوى وو؛ لکه بعضي صحابه کرامو چې د عزل په جواز داسي استدلال کړى چې که عزل صحيح نه وى نو په قرآن کريم کې به ورباندي رد رانازل شوى وو، کله چې په دي هکله قرآن کريم نه دى رانازل شوى او نه نبي کريم صلي الله عليه وسلم ددي څخه منعه کړي.

نو معلومه شوه چې دا کار جائز دى، د الله د رسول صلى الله عليه وسلم يو حديث صحيح دا هم دى چې:(( الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلاَّ عَلَى أَرْبَعَةٍ)).

په جمعي سره د جمعي لمونځ په هر مسلمان فرض دى؛ سيوا د څلور کسانو نه.[ ابوداود ].

او دا خبره خو د لمر په شان روښانه دى چې د کلو او بانډو خلک هم مسلمانان دي لکه څرنګه چې د ښار خلک مسلمانان دي او جمعه په مسلمان فرض دى.

همدارنګه نبي کريم صلي الله  عليه وسلم چي کله مدينې ته را رسيدلى نو هلته يې ( فوراً ) د جمعي او اختر ل

Write a comment

Share |