24 د افغانستان راتلونكى اسلامي نظام بايد څنگه وي؟(۲)

Posted by ezzat | Posted in اسلامې مقالی | Posted on 09-03-2011-05-2008

0

شپږمه برخه:
د ليكوال د دې خبري په ځواب كي چي وايي: د قرآن الفاظ محدود دي او قضايا بې حده ډېر، نو ځكه مجبورېږو چي د نويو نويو قضاياوو په اړه نوې نوې پرېكړي وكړو!! څو وضاحتونه ضروري گڼو:


•  موږ له هغو خلكو سره قطعاً موافق نه يو چي د داسي الفاظو په كارولو سره غواړي وښيي د قرآن لارښووني د ژوند د ټولو قضاياوو په اړه كافي او بشپړي نه دي، يوازي مبادي او كليات ئې ذكر كړي، تفصيلات او جزئيات ئې خلكو ته پرېښي!!
 په داسي حال كي چي قرآن د تورات په اړه فرمايي:(ثم آتينا  موسى الکتب تماماً على الذى احسن و تفصيلاً  لکل شى ءٍ و هدى ورحمة لعلکم بلقاء ربهم يؤمنون)الانعام : ١٥٤
بيا مو موسى ته هغه كتاب وركړ چي د غوره (ويناوو او احكامو) له پلوه بشپړ او د هر څه لپاره تفصيل وو، (د خلكو) لارښود او (د دوى لپاره د) رحمت (وسيله)، د دې لپاره چي له خپل رب سره په مخامخېدو ايمان راوړي.
او تاسو پوهېږئ چي قرآن پر تورات او انجيل او ټولو مخكنيو الهي كتابونه مهيمن دئ او د هغوى پر محتوياتو ئې احتواء كړې.
همداراز فرمايي:(ومامن دابةٍ فى الارض ولاطئرٍ يطيرُ بجناحيه الا امم امثالکم ما فرطنا فى الکتب من شىءٍ ثم الى ربهم يحشرون)الانعام : ٣٨
او نه په زمكي كي داسي هيڅ خوځېدونكى شته او نه (په هوا كي) په دواړو وزرونو الوتونكى مرغه، چي ستاسو په څېر دي ټولى ټولى نه وي، په دې كتاب كي مو هيڅ څه نه دي پرېښي، بيا به د خپل رب لوري ته ورټول كړى شي.
دا د هغو خلكو په ځواب كي ويل شوي چي داسي معجزه غواړي چي انكار تري ممكن نه وي او هر ليدونكى ايمان راوړو ته اړ كړي، په ځواب كي ورته ويل شوي:
•  الله تعالى د داسي معجزې په ښودلو هم قادر دئ، خو دا كار د ده د سنت مطابق نه دئ.
•  الله تعالى هر مخلوق له ځانگړو خصوصياتو سره پيدا كړى، ژوي ئې د بېلو بېلو ځانگړتياوو سره ټولى ټولى پيدا كړي، لكه دا چي ځيني حيوانات پر زمكه خوځېږي او لكه مرغان چي پر خپلو وزرونو الوځي، انسان ئې هم له خاصو ځانگړتياوو سره پيدا كړى، د ده ستره ځانگړتيا دا ده چي انتخاب كولى شي، كه دا د انتخاب ځانگړتيا ترې واخيستل شي او د كومي خبري په منلو مجبور كړى شي، بيا خو د ده امتياز له منځه ځي او د نورو مجبورو او بې اختيارو حيواناتو په څېر گرځي، الله تعالى نه غواړي له انسان سره داسي معامله وكړي.
•  په قرآن كي ټول هغه دلايل ويل شوي چي عقلمن او د هدايت په لټه كي انسان ته كفايت كوي.
د دغو دوستانو ادعاء د قرآن له دې صريح وينا سره ټكر كوي چي وايي: هر څه ئې په تفصيل سره بيان كړي، هيڅ څه ئې نه دي پرېښي.
دا صحيح ده چي د قرآن الفاظ محدود دي، خو دا د قرآن اعجاز دئ چي په محدودو الفاظو سره ئې هومره حقايق بيان كړي چي د انسان هري پوښتني ته ځواب وايي، د شرحي لپاره ئې ستر ستر كتابونه هم كفايت نه كوي، تر ننه په تېرو څوارلسو پېړيو كي په زرگونو تفسيرونه وليكل شول، هيڅ مفسر ونه ويل چي ما د قرآن ټول اسرار بيان كړى شول، دا دئ گورئ چي د تفسيرونو لړۍ لاروانه ده، معلومه نه ده څومره نور تفسيرونه به وليكل شي او د قرآن څومره نور اسرار به څرگند شي، ښايي بې مناسبته به نه وي چي ووايو: په ټول قرآن كي د اودس په هكله يوازي يو آيت نازل شوى، خو كه تاسو د فقه كتابونو ته رجوع وكړئ وبه گورئ چي په دې موضوع هومره مشرح او مفصل بحث شوى چي د هر فقهي كتاب يوه لويه برخه جوړوي، دا به هم بې مناسبته نه وي كه ووايو: كه تاسو دا مفصل او مشرح فقهي بحث، د شورى، امارت، جهاد او هجرت په څير له بحثونو سره مقايسه كړئ نو وبه گورئ چي مقايسه ئې نشي كېدى، دا پداسي حال كي چي د دغو قضاياوو په هكله د قرآن آيتونه ډېر زيات او د اودس په پرتله څو برابره دي، زموږ درنو فقهاوو ولي دا كار كړى، د دوى د وخت شرائط همداسي وو او د دې تقاضاء ئې كوله او كه كوم بل مصلحت ئې په پام كي نيولى؟ په دې هكله څه ويل نه مفيد دي او نه ضروري، مهمه خبره دا ده چي اوس بايد دا تشه ډكه شي، د قضاياوو په هكله زموږ اهتمام او شرح او توضيح ئې بايد په همغه تناسب وي چي د الله په كتاب كي ورته اهتمام شوى، د شورى په هكله بحث بايد د اودس په نسبت لږ تر لږه درې برابره وي، دا ځكه چي د اودس په هكله يو آيت راغلى او د شورى په هكله درې آيتونه.
په قرآن كي د اسلامي نظام ټول مهم ابعاد ښودل شوي، د قيادت مواصفات، د هغه مسئوليتونه، د هغه د انتخاب څرنگوالى، د هغه په وړاندي د خلكو وجايب او دې ته ورته قضايا په ډېر وضاحت سره راغلي، د مثال په توگه لاندي دوه آيتونه ستاسو مخي ته ږدم:
ان الله يأمرکم ان تؤدوا الامنت الى اهلها و اذا حکمتم بين الناس ان تحکموا بالعدل ان الله نعما يعظکم به ان الله کان سميعاً بصيرا.
يا ايهاالذين امنوا اطيعوا الله واطيعوا الرسول و اولى الامر منکم وان تنازعتم فى شىءٍ فردوه الى الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله واليوم الاخر ذالک خير واحسنُ تأويلاً.
(النساء : ٥٨-٥٩)
يقيناً چي الله تاسو ته د دې امر كوي چي امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او كله چي د خلكو ترمنځ پرېكړه كوئ نو په عدل سره پرېكړه وكړئ، بې شكه چي الله په ډېر غوره څه تاسو ته نصيحت كوي، يقيناً چي الله بصير اورېدونكى دى.
[59]اې مؤمنانو! د الله اطاعت وكړئ او د پيغمبر او د خپلو چارواكو اطاعت وكړئ، نو كه په كوم څه كي مو په خپلو كي شخړه وكړه، نو الله او پيغمبر ته ئې راجع كړئ، كه پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لرئ، دا ډېر غوره دى او د پايلې له لحاظه ډېر ښاېسته.
(په دغو دوو آيتونو كي د اسلامي نظام په هكله څو داسي اساسي لارښوونې شوې چي كه په ټول قرآن كي يوازي همدا آيتونه راغلي وى نو د دې نظام د معرفي لپاره كافي وو. په دې آيتونو كي لاندې مطالب راغلي:
•  الله تعالى (ټول اسلامي امت) ته (امر) كوي چي (امانتونه) خپل (اهل) ته وسپاري. د امانت معنى عامه هم كېدى شي او په هر مادي او معنوي امانت ئې هم اطلاق كېدى شي، خو دلته له امانت نه مراد د واكمنۍ او اقتدار امانت دئ.
•  د اسلام له نظره اقتدار يو (امانت) دئ او د اقتدار خاوند د خلكو د امانتونو يو (امين.)
 •  دا (امانت) به د مسلمانانو لخوا هغه چا ته سپارل كېږي چي (اهليت) ئې ولري. او دا د ټول اسلامي امت مأموريت او الهي فريضه ده چي د اقتدار امانت او په هغه پورې مربوط ټول امانتونه به داسي چا ته سپاري چي د دې وړتيا او اهليت په كي وي.
•  چا ته چي د امارت او واكمنۍ امانت وسپارل شي؛ هغه به په دې امانت كي د يوه امين په څېر تصرف كوي، نه د يوه مطلق العنان حاكم په څېر.
•  دا د امانتونو امين په دې مكلف دئ چي د خلكو ترمنځ به ئې هر قضاوت پر عدالت ولاړ وي.
•  كه د دې امين (امير) او د امانت د اصلي خاوندانو (خلكو) ترمنځ په كوم څه كي اختلاف راولاړ شي، نو منازعه به د الله كتاب او د رسول سنت ته راجع كېږي، وروستۍ پرېكړه به د قرآن او سنت له مخي كېږي.
•  د قانون په وړاندي ټول برابر دي، هيڅوك دا حق نلري چي ځان له قانون نه اوچت وگڼي، قانون ځان ته تابع او ځان د وروستۍ پرېكړي وروستۍ مرجع وگرځوي.
له دغو مباركو آيتونو نه لاندي خبري معلومېږي:
•  اسلام د امير انتخاب هم د مسلمانانو وجيبه گڼي او هم ئې حق. د خلكو لخوا (څرگند) او (پخپله خوښه) بيعت ئې د امارت لپاره شرط گرځولى.
•  له امير سره د خلكو بيعت داسي نه دى چي لومړى به هغه له كومي بلې لارې امير كېږي او بيا به خلك د بيعت شكلي مراسم د دې لپاره ترسره كوي چي د ده په وړاندي د خپل اطاعت څرگندونه وكړي، خبره داسي نه بلكې برعكس ده، دا بيعت دئ چي په هغه سره څوك امير كېدى شي، تر څو چي خلك له چا سره بيعت ونه كړي امارت ئې نه شي مسلم كېدى، امير هغه دئ چي خلك ورسره بيعت وكړي، له بيعت نه پرته مسلط شوى واكمن يو جابر او غاصب حاكم دئ.
د قرآن آيتونو، د پيغمبر عليه السلام سنت او د اصحابو رضي الله عنهم منهج ته په پام سره ويلى شو چي:
•  د يوې غيراسلامي ټولنې په سياسي حاكم نظام كي به له برخې اخيستو ډډه كوو، حتى كه د دې نظام رياست هم مونږ ته ومنلى شي.
•  پدې نامسلماني ټولني كي به د انتخاباتو له لاري د تبديلي راوستو او قدرت ته د رسېدو هڅه نه كوو، دا ځكه چي پيغمبر عليه السلام داسي نه دي كړي.
•  د اسلام غوښتنه دا ده چي لومړى به انقلاب راولو، غيراسلامي ټولنه به د جهاد له لاري په اسلامي ټولني بدلوو او اقتدار به له ظالمانو نه صالح كسانو ته انتقالوو، خو د انقلاب له راتلو او د اسلامي ټولني له جوړېدو وروسته به قدرت ته د رسېدو هره هڅه حرامه گڼو، هلته به وسلې ته لاس كول او يا د زور او سازشونو له لاري قدرت ته د رسېدو هڅه نه كوو، اقتدار به د مسلمانانو امانت او دا به د خلكو حق گڼو چي قدرت د خپلي خوښي صالح او اهل كس ته وسپاري، دلته به امير د مسلمانانو په خوښه او د دوى د بيعت له لاري ټاكل كېږي.
•  د امير انتخاب د ټولني د ټولو مسلمانانو كار دئ نه د څو محدودو كسانو كار، دا ځكه چي خلفاى راشدين په جومات كي غوره شوي، نه د تړلو دروازو تر شا او د څو كسانو په خوښه.
•   د امارت لپاره له يوه نه زيات كسان هم نومول كېدى شي، داسي لكه چي عمر رضي الله عنه ونومول.
•  كه له يوه نه زيات كسان د امارت لپاره راوړاندي كړى شول، د استفتاء او د خلكو رأيي ته د مراجعي له لاري كولى شو د دوى له منځ نه هغه څوك غوره كړو چي د مسلمانانو اكثريت ئې د امارت لپاره اهل گڼي.
•  د امارت لپاره خاص مواصفات ټاكل شوي، د دغو مواصفاتو له مخي به اهل كسان نومول كېږي، خو د اهل كسانو له منځ نه د يوه انتخاب به د مسلمانانو د اكثريت په رأيه ترسره كېږي.
اوومه برخه :
دا ډېره عجيبه ده چي د دغو څرگندو نصوصو په موجوديت كي او په داسي حال كي چي د راشدينو خلفاوو د انتخاب څرنگوالى ئې په مخكي پروت دئ، ځيني د امير انتخاب د خواصو حق گڼي، ځيني په موروثي امارت باور لري، ځيني ئې د قريشو حق بولي او ځيني تر دوى مخكي درومي او يوازي د علي او د ده د اولاد رضي الله عنهم مسلم او منصوصي حق ئې گڼي او وايي چي دوى د الله له لوري غوره شوي!! دغي وروستۍ ډلي ته بايد ووايو: كه دا خبره سمه وى نو لومړى خو به په قرآن كي حتماً په دې هكله صريح آيت راغلى وو، پيغمبر عليه السلام به خلكو ته په واضح الفاظو ويلي وو، صحابه وو به هغه د لومړي خليفه په حيث او د ده اولاد له ده نه وروسته د امراوو په حيث غوره كړي وو، علي رضي الله عنه به له مخكنيو خلفاوو سره بيعت نه كاوو او تر ټولو مهمه خبره دا چي په قرآن كي به دا آيت نه راتلو چي اې مسلمانانو! الله تاسو ته امر كوي چي د امارت امانت اهل ته وسپارئ، كه امارت موروثي وى او امير د الله او پيغمبر له لوري غوره كېدى نو مسلمانانو ته به ولي دا خبره كېده؟! او كه موروثي وى نو ميراث خو ورثه وو ته پرته له دې سپارل كېږي چي وگوري هغه ماشوم دئ كه ستر، هغه روغ دئ كه ناروغ، عقل لري كه بې عقله دئ، په ميراث كي خو د اهليت شرط نه شي وضع كېدى. آيا تاسو نه گورئ چي د نړۍ په ظالمانه موروثي نظامونو كي دې خبري ته څوك نه گوري چي د واكمن وارث د دې منصب اهل دئ كه نه، زوى، لور او ښځي ته ئې په ميراث پاته كېږي. د قرآن په لسگونو آيتونه د اهل كتابو د دغي غلطي انگېرني د ترديد لپاره راغلي چي دوى په موروثي نظام او له پلار نه اولاد ته د مذهبي مقام او منزلت په انتقال باور درلود. 
دا هم ډېره عجيبه ده چي ځينې وايي: د يو چا د امارت لپاره د پنځو كسانو بيعت هم كافي دئ، كه له ټول امت نه يوازي پنځه كسان او حتى يو كس له چا سره بيعت وكړي هغه مسلم امير دئ او په ټولو ئې اطاعت واجب!! دا هسي بې بنسټه او خوشې خبري دي هم د څرگندو نصوصو خلاف او هم د صحابه وو د منهج خلاف. دا خبري يا هغه څوك كولى شي چي دا ټول حقايق له پامه وغورځوي او يا هغه چي د كوم دربار مفتي وي.  
په پورتنيو آيتونو كي امارت د امانت په نامه يادول، دا حقيقت په گوته كوي چي امير به په ټولو هغو امانتونو كي د مسلمانانو په مشوره تصرف كوي چي د خلكو له لوري ده ته ورسپارل شوي، هيڅوك د چا په امانت كي د امانت وركوونكي له موافقې پرته د تصرف حق نلري او اسلام داسي تصرف په امانت كي خيانت گڼي.
له دې حكم څخه چي د امير او خلكو ترمنځ اختلافي قضايا به قرآن او سنت ته راجع كېږي، دا حقيقت په ډاگه معلومېږي چي امير په مشوره مكلف دئ، د اختلاف په صورت كي ده ته د وروستۍ پرېكړي حق نه دئ وركړى شوى، وروستۍ فيصله به د قرآن او سنت له مخي كېږي. او همدا پر الله او د آخرت پر ورځئ د ايمان تقاضاء گڼل شوې.
خو دلته له اولوالامر منكم نه مراد د مسلمانانو كوم چارواكي دي؟ هر آمر كه يوازي خليفه او اميرالمؤمنين؟ كه څه هم د اولي الامر منكم اطلاق په هر آمر كېدى شي، خو په دوه دليله په اطمئنان سره ويلى شو چي له دې نه مراد د مسلمانانو عمومي امير دى:
•  له الله او پيغمبر نه وروسته ئې ذكر شوى.
•  له نورو امراوو او چارواكو نه اطاعت په اصل كي له عمومي امير نه اطاعت دى.
او دا چي شيعه ادعاء كوي چي پيغمبر عليه السلام په غدير خم كي د الله تعالى په امر د علي رضى الله عنه د امارت په اړه وصيت وكړ او وايي چي لاندنى آيت په همدې ارتباط نازل شوى، د دوى په ځواب كي وايو:
د آيت الفالظ دا دي: (يأيهاالرسول بلغ مآ أنزل اليك من ربك وان لم تفعل فما بلغت رسالته والله يعصمك من الناس ان الله لايهدى القوم الكافرين )  المائدة: 67
اې پيغمبره! هغه څه ورسوه چي د خپل رب له لوري درته نازل شوي او كه دې ونكړ نو د ده پيغام دي نه دئ رسولى او الله دي له خلكو ساتي، يقيناً چي الله دا كافر قوم نه هدايت كوي.
دا مطلب په دې سورې كي د پيغمبر عليه السلام په اړه درې ځلي، 67، 92 او 99 آيتونو كي او د مؤمنانو په اړه يو ځل په 105 آيت كي راغلى، په دې آيت سره پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي خپل رسالت له خوف، وېري، تردد او تزلزل نه پرته په بشپړه توگه پاى ته ورسوه، د هغه څه په تبليغ او ولس ته په رسولو كي هيڅ كمى او قصور مه كوه چي د خپل رب له لوري دركړى شوي، كه داسي ونه كړې نو تا به خپل الهي رسالت نه وي ترسره كړى، د دښمنانو د مخالفتونو هيڅ پروا مه كوه، الله تعالى ستا ساتونكى دئ، كه خلك ستا دعوت ته مثبت ځواب ونه وايي؛ په دې مه مأيوسه كېږه او په خپل دعوت كي كمى مه راوله، داسي نه چي د خپل دعوت له نتايجو مأيوس شې او په نيمايي كي ئې پرېږدې، د خلكو د هدايت پرېكړه الله تعالى كوي، د دوى د عدم ايمان وجه دا ده چي الله تعالى دا كافر قوم د هدايت وړ نه گڼي. 
كه څه هم په دې مبارك آيت كي خطاب پيغمبر عليه السلام ته متوجه دئ، خو هر مسلمان او مخصوصاً علماء چي د پيغمبر عليه السلام ورثه گڼل كېږي، دا خطاب ورته متوجه دئ، بايد د دې رسالت وارثان دا الهي پيغام په بشپړه توگه او له خلكو نه له وېري او خوف پرته ورسوي، بايد مطمئن وي چي الله تعالى به ئې ساتنه كوي. په داسي حال كي چي د دې او دې ته د ورته آيتونو مفهوم ډېر واضح دئ، د صفا او روغ ذهن خاوندان په آسانۍ سره واضح مطلب ترې اخلي، خو متأسفانه د كږو او بيمارو ذهنونو خاوندان او هغه چي د قرآن په تحريف كي مهارت او جسارت لري، د دې آيت معنى د خپل كوږ ذهن مطابق تحريفوي او وايي: دلته پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي ته ولي د علي رضي الله عنه امارت نه اعلانوې، كه دا كار ونه كړې نو تا خپل رسالت پاى ته نه دئ رسولى، ولي له خلكو وېرېږې، ما خو تا ته ډاډ دركړى چي له خلكو دي زه ساتم، پيغمبر عليه السلام د دغه تهديد له اورېدو وروسته خلك په غدير خم كي راغونډ كړل او وئې ويل: د چا چي زه مولا يم علي به ئې مولا وي، علي له حق سره دئ او حق له علي سره، د علي دوست د خداى دوست دئ او دښمن ئې د خداى دښمن!! او همدا د پيغمبر عليه السلام د ځاى ناستي په توگه د علي رضي الله عنه ټاكل وو!! دا په داسي حال كي چي:
مولا په هيڅ قاموس كي د ولي الامر، امير او ځاى ناستي په معنى نه دئ راغلى، هيڅ خليفه او امير ته دا لقب نه دئ كارول شوى، صحابه وو به خپل آزاد كړي غلامان په دې نامه يادول او دا د دې لپاره چي د هغوى درناوى ئې كړى وي او د مريي په ځاى ئې سالار او سردار نومولى وي.
له دې الفاظو څخه نه علي رضي الله عنه دا غلطه معنى اخيستې ده او نه صحابه وو.
پيغمبر عليه السلام ته له حجة الوداع نه د راگرځېدو په مهال دا اطلاع ورسېده چي د علي رضي الله عنه ځيني هغه ملگري چي له ده سره د زكات د راغونډولو لپاره يمن ته تللي وو، دى د يمن د غنايمو په اړه په لاسوهنو او ناروا تصرف متهموي، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته له پوښتنو او گروېږنو وروسته معلومه شوه چي دا كسان له علي رضي الله عنه نه په دې خفه شوي وو چي د دوى غوښتنو ته ئې مثبت ځواب نه وو ويلى او هغه څه ئې نه وو وركړي چي ترې غوښتل ئې، نو ځكه پيغمبر عليه السلام خلك راغونډ كړل او د علي رضي الله عنه په اړه ئې دې ته ورته څو تأييدي خبري وكړې.
دغو جنابانو ته وايو: دا هم د قرآن په نسبت يو كركجن تور دئ او هم د پيغمبر عليه السلام په اړه، نه قرآن دومره مبهم، غامض او پېچلى دئ چي هيڅوك ئې له آيتونو مخامخ مفهوم نشي اخيستى او يوازي د رواياتو په مرسته كولى شي د هغه په مراد او مقصد پوه شي، او نه پيغمبر عليه السلام د خپل رسالت په ابلاغ كي دومره غفلت كولو چي په درويشتو كلونو كي ئې د الله تعالى حكم پټ ساتلى وو، هغه هم د خلكو له وېري او اوس د ژوند په پاى كي، له حجة الوداع نه د راگرځېدو په مهال، د لاري په نيمايي كي، د الله تعالى د وروستي تهديد په سبب خپل د سفر ياران راغونډوي او په داسي مبهمو الفاظو دا خبره ورته اعلانوي چي له شيعه وو پرته هيڅوك نه دي پرې پوه شوي!! آيا په قرآن او پيغمبر باندي ايمان لرونكى انسان به د داسي كركجني خبري جسارت وكړي؟!!
دوى ته وايو: د ځاى ناستي نه ټاكل د اسلام او د پيغمبر عليه السلام د عظمت نښه ده، اسلام په موروثي قيادت باور نه لري، دا د جاهليت د دور پاتې شوني ئې گڼي، په اسلام كي امارت او قيادت اهل ته سپارل كېږي، نه له پلاره زوى ته په ميراث پاته كېږي او نه د تره زوى ته، د تره زوى خو د تره په شته والي كي په ورثه وو كي هم نه راځي، د پيغمبر عليه السلام د تره عباس رضي الله عنه په شته والي كي به د تره زوى څنگه وارث گڼل كېږي؟
كه قيادت موروثي وى نو له ابوبكر، عمر او عثمان رضي الله عنهم نه به د دوى هغو زامنو ته پاته شوى وو چي ټول مسلمانان ئې په اهليت، تقوى او علم باور لري، د ابوبكر رضي الله عنه زوى محمد بن ابوبكر خو په علي رضي الله عنه تر خپلو زامنو هم ډېر گران وو، هغه ئې د والي په توگه ټاكلى وو. 
موږ نه پوهېږو د دې آيت له كوم لفظ نه دا معنى راباسئ، آيا گمان كوئ چي قرآن دومره مبهم او غامض دئ چي يوازي د رواياتو په مرسته ئې په حقيقي معنى پوهېدى شو؟ دلته خو نه تر دې آيت نه مخكي او نه وروسته د امارت موضوع څېړل شوې او نه د علي يادونه راغلې!! د تبليغ دا الفاظ په دې سورې كي درې ځلي او هر ځل د ما أنزل الله د تبليغ او په بشپړه توگه د رسالت د رسولو په اړه راغلي، آيا له يوه متعصب او كوږ زړي انسان نه پرته بل څوك له دې څرگند آيت نه داسي غلط مفهوم اخيستى شي؟
موږ په دې عقيده يو چي له عثمان رضي الله عنه نه وروسته د علي رضي الله عنه د انتخاب په اړه د صحابه وو پرېكړه تر ټولو مناسبه او عادلانه پرېكړه وه، تر بل هر چا زيات دى د دې مقام لپاره وړ وو، خو تر دې د مخه هغه په عمر خام وو، د مشرانو صحابه وو په شته والي كي ده ته په ځوانۍ كي دا منصب نشو سپارل كېدى.
خو متأسفانه شيعه گان وايي: امامت منصوصي دئ او امام د الله له لوري نصب كېږي!! د دغي عقېدې له مخي دوى په غائب امام باور ته اړ شول او د حكومت جوړولو او د امام او امير د ټاكلو او غوره كولو له وجيبې نه ئې لاس واخيست، په دې حكم ئې عمل كول پرېښودو چي مسلمانان به حكومت جوړوي، د ظالمانو او مفسدينو واكمني به پاى ته رسوي، اقتدار به صالح، عادل او متقي واكمنانو ته لېږدوي او د امارت او امامت منصب به داسي چا ته سپاري چي د دې مقام اهليت ولري، د دوى دا عقيده د هغه دښمن په گټه وه چي غواړي دين له سياست نه گوښه شي، مسلمانان حكومت ونلري او په يوه امير او امام راغونډ نشي، په داسي حال كي چي د قرآن له بشپړېدو وروسته د وحي لړۍ بنده شوه، په قرآن كي د پيغمبر د ځاى ناستي يادونه نه ده شوې، له دې وروسته نه پيغمبر راځي او نه وحي، كه خلك هم د امام د غوره كولو حق ونلري، نو دا امام به څنگه غوره كېږي؟ مگر د دې عقيدې طبيعي او محتومه نتيجه دا نه ده چي خلك به انتظار كوي؟ غائب امام ته او مجهول راتلونكې ته؟ او آيا دا هغه څه نه دي چي دښمن ئې غواړي؟!! په ايران كي انقلاب راغى، چا راووست او څنگه راغى دا بېله خبره ده، په هر صورت قدرت د مذهبي مشرانو لاس ته ورغى، خو د دې عقيدې پلويان حيران وو چي اوس دا انقلاب د خپلي عقيدې له مخي څنگه توجيه كړي؟ دوى خو په دولسو امامانو باور لري، ديارلسم امام خو د دوى په مذهب كي هيڅ مجال او توجيه نه لري؟ دوى خو په دې باور وو چي دولس امامان د وحي له لاري ټاكل شوي، خو اوس د دې باور خلاف دوى په خپله امام او رهبر او جمهور رئيس انتخابوي، دا خو ټول د دوى د عقيدې او باور خلاف كار دئ!! مجبور شول د ولايت فقيه په نامه داسي اصطلاح راوباسي چي نه ئې په خپلو مذهبي كتابونو كي نښه موندلى شوى او نه له دې مخكي د دوى هېچا دا خبره كړې وه!! نه پوهېږو ولي د يوې غلطې رأيي لپاره په قرآن داسي ملنډي وهي؟ كوم عقلمن انسان به داسي تعبير او تفسير ومني؟ ولي د واقعيت خلاف خبره كوي؟ ولي د داسي بې بنسټي خبري لپاره په امت كي د اختلاف باعث كېږي؟ كه اوس هم دوى دا خبره ومني چي د امام او امير غوره كول د مسلمانانو وجيبه او حق دئ نو په امت كي به د اختلاف يو مهم ټكى ختم شي او ټولي هغه اختلافي مسئلې به حل شي چي له دغي غلطي انگېرني راولاړي شوې!!  

نور بيا

…………………………..

Write a comment

Share |