22 د افغانستان راتلونكى اسلامي نظام بايد څنگه وي؟

Posted by ezzat | Posted in اسلامې مقالی | Posted on 09-03-2011-05-2008

0

د افغانستان راتلونكى اسلامي نظام بايد څنگه وي؟(4)

مشر به ئې څوك وي؟ څنگه او د څومره مودې لپاره به غوره كېږي؟

عبدالله حقپال 

 

 

يولسمه برخه:
درېيم بنسټ: موجود خليفه يوه داسي ډله غوره كړي چي د دوى له منځه به يو كس د امير په توگه غوره كېږي.
په دې اړه لاندي وضاحت ضروري گڼو:
د عمر رضي الله عنه له ټپي كېدو وروسته او له شهادت نه مخكي ځينو صحابه وو ترې وغوښتل چي د مسلمانانو لپاره خليفه وټاكي، هغه په ځواب كي ورته وويل: كه زه څوك ونه ټاكم او لاړ شم نو د هغه چا په سنت به مي عمل كړى وي چي تر ما غوره وو (يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم) او كه ئې وټاكم د هغه چا په سنت به مي عمل كړى وي چي هغه هم تر ما غوره وو (يعني ابوبكر رضى الله عنه)، إراده ئې دا وه چي څوك ونه نوموي، خو د نورو د اصرار په وجه ئې هغه شپږ كسان ونومول چي د خلافت لپاره تر نورو غوره او هر يوه ډېر پلويان درلودل، خپل زوى ته ئې هم وويل چي په دې ډلي كي برخه واخلي خو د امير كېدو حق به نه لري، دوى ته ئې وويل چي له خپل منځ نه په يوه كس توافق وكړي او بيا دغه كس د بيعت لپاره ولس ته معرفي كړي. له دغو شپږو كسانو نه درې د دريو نورو په گټه تېر شول، په پاته دريو كي عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه په دې شرط تنازل وكړ چي د پاته دوو په اړه به ده ته د پرېكړي صلاحيت وركول كېږي، ده د عثمان رضي الله عنه او علي رضي الله عنه په هكله د مدينې له خلكو نه؛ د ښځو په شمول؛ تر درېو ورځو مسلسل پوښتني وكړې، د دوى رأيه ئې ځان ته معلومه كړه، په جومات كي ئې دا خبره اعلان كړه چي د مدينې ډېرى خلك د عثمان رضي الله عنه په امارت راضي دي، زه له دوى دواړو نه تاسو ته عثمان رضي الله عنه غوره كوم، خلكو توافق وكړ، بيعت ترسره شو او له دې وروسته عثمان رضي الله عنه خليفه شو.
له دې بهير نه چي كومي نتيجې ترلاسه كېدى شي نو هغه دا دي:
•   كه د امارت لپاره تر يوه نه زيات مستحق كسان موجود ول او هر يوه ئې يو شمېر پلويان درلودل او هغه ئې د امارت لپاره تر نورو غوره گڼلو، د دوى له منځ نه د يوه انتخاب به داسي ترسره كېږي لكه د عثمان رضى الله عنه انتخاب، يا به د كانديدانو تر منځ د توافق او په يوه كس د اتفاق كولو له لاري ستونزه حل كوو او يا به له خلكو پوښتنه كوو او هغه څوك به راوړاندي كوو چي د مسلمانانو ډېرى ئې تر نورو غوره گڼي.
•   خو نه د كانديدانو خپلمنځي توافق كافي دئ او نه د هيئت له لوري د اكثريت رأيه معلومول او د يوه كس نومول، بلكي وروستۍ پرېكړه به په جومات كي او د عامو مسلمانانو په خوښه او توافق كېږي. 
•   له دې نه معلومېږي چي د (نومولو) او (ټاكلو) تر منځ فرق دئ، نومول شوي كېدى شي تر يوه زيات وي خو د دوى له منځه د يوه ټاكل به د مسلمانانو په خوښه، په معلني غونډي كي او له بيعت نه وروسته ترسره كېږي.
د عثمان رضى الله عنه له شهادت نه وروسته ځيني خلك علي رضى الله عنه ته ورغلل چي بيعت ورسره وكړي؛ هغه په ځواب كي ورته وويل: دا د ټولو مسلمانانو په توافق او خوښي پوري مربوط دئ او پرېكړه ئې بايد په جومات كي وشي. همداسي وشول، علي رضي الله عنه په جومات كي او له بيعت نه وروسته خليفه شو.
دا بهير مونږ ته ښيي چي بيعت د امارت لپاره شرط دئ، يوازي له بيعت نه وروسته څوك امير كېدى شي نه له بيعت نه مخكي. له دې بهير نه دا هم معلومېږي چي بيعت څرگند كار دئ نه پټ، د عامو خلكو كار دئ نه د خاصو، په جومات كي تر سره شوى نه په كوم قصر كي، ټول هغه خلك په كي برخه اخيستى شي چي جومات ته ئې په راتلو بنديز نشته.
څلورم بنسټ: استيلاء:
ليكوال تر دې عنوان لاندي ليكي: يو داسي تن چي هغه د خلافت د شرايطو درلودونكى (جامع) وي هغه پر خلكو غلبه ومومي او پر واك قبضه ټينگه كړي، نو په دې توگه هم خلافت جوړېږي، د راشدينو خلفاوو څخه وروسته د ټولو خلفاوو خلافتونه په دې توگه منعقد شوي!!
د محترم ليكوال په ځواب كي بايد ووايو:
•   دا ډېره د حيرانتيا خبره ده چي تاسو هغه چا ته د (خليفه) نوم وركوئ چي پيغمبر عليه السلام د (ملك) نوم وركړى، هغه چي په زور مسلط شوي، امارت ئې په ميراث ترلاسه كړى، په جومات كي نه بلكي په قصرونو كي اميران شوي.
•   له كومو لارو چي دا امراء واك ته رسېدلي يوه ئې هم شرعي لار نه وه.
•    د اميرالمؤمنين علي رضى الله عنه په ضد قيام او د هغه شهادت ته جائز او شرعي بڼه وركول لوى جسارت دئ.
•    كه استيلاء جائز وگڼو بيا خو به د داسي فتنو لپاره لار پرانېزو چي د عثمان رضى الله عنه او علي رضى الله عنه په شهادت منتج شوې.
•   د نېك او صالح انسان هغه كار د تقليد او تأييد وړ دئ چي د شريعت مطابق وي، د صحابه وو رضى الله عنهم په خپلمنځيو جگړو او د يزيد په څېر امراوو ټاكني باندي استناد كول او دې ته ورته كارونه جائز گڼل ستره اشتباه ده، هيڅ عالم او فقيه داسي غلطه خبره نه كوي. 
عجيبه دا ده چي ليكوال تر همدې عنوان لاندي او څو سطره وروسته د مولانا محمد تقي عثماني دا اقوال رانقلوي: … خلافت ميراث نه دئ لكه څنگه چي په امپراطوريو كي دود دئ، او نه خلافت د عسكري ځواك په مټ ولاړو ديكتاتوريو په څېر بڼه لري… نه پوهېږو چي دا خبري او مخكنۍ څنگه سره تلفيقوي؟!! تقي عثماني صاحب خو نه ميراثي خلافت مني او دې ته د خلافت په ځاى د امپراطوري نوم وركوي او نه په عسكري ځواك ترلاسه شوى خلافت مني!! خو ليكوال څو سطره مخكي دا دواړه امارتونه جائز او شرعي گڼلي او د خلافت نوم ئې وركړى!! نه پوهېږو چي آيا دې ته نه دئ متوجه شوى چي د (استيلاء) معنى همغه ده چي تقي عثماني ئي (د عسكري ځواك په مټ ولاړه واكمني) بولي او كه كومه بله وجه لري؟!! 
دولسمه برخه:
اهل الحل و العقد:
ليكوال د اهل الحل و العقد تر عنوان لاندي ليكي:
“د خليفه او امير د ټاكلو لپاره په شريعت كي څلور لاري شتون لري: لومړۍ لاره دا ده چي خليفه د اهل الحل و العقد د څښتنانو، يعني د علماوو، قبايلي مشرانو، د نظامي او پوځي چارواكو له لوري په بيعت كولو سره تعين او غوره كېږي، څنگه چي حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه خليفه شو”
د دې ادعاء په ځواب كي وايو:
•  په اسلام كي خو د امير د ټاكلو يوازي يوه لار ده، او هغه څرگند او له اكراه او جبر نه پرته د مسلمانانو بيعت دئ، نه بل څه.
•  دا يوه مغالطه او د حقيقت خلاف ادعاء ده چي ابوبكر رضى الله عنه د علماوو، قبايلي مشرانو او فوځي چارواكو له لوري غوره شوى!! حقيقت دا دئ چي ابوبكر رضى الله عنه د سقيفه بني ساعده په يوې عامي او آزادي غونډي كي د امارت لپاره نومول شوى او په جومات كي د امير په توگه ټاكل شوى. له ده وروسته خلفاء هم په جومات كي او د بيعت له لاري غوره شوي، د دوى د انتخاب ترمنځ يوازي د نومولو په طريقه كي څه توپير وو؛ نه د ټاكلو په څرنگوالي كي، د ټاكلو لار يوه ده او هغه د مسلمانانو عام او بلااكراه بيعت دئ نه بل څه.
•   كه تاسو په قرآن، حديث او د صحابه وو د دور په رواياتو او ليكنو كي چېري هم د اهل الحل و العقد اصطلاح او د محدودو مشخصو اشخاصو له لوري په كوم خاص ځاى او د تړلو دروازو تر شا د كوم امير د انتخاب بېلگه وښوده؛ نو ادعاء مو د منلو وړ ده، او كه دا اصطلاح د امويانو او عباسيانو د دور زېږنده وي، هغه مهال رامنځته شوې وي چي امارت موروثي شو، اموي او عباسي شو، كه داسي وي چي د محدودو اشخاصو له لوري د امير انتخاب د دې دور بدعت وي، دا اصطلاح سركاري مفتيانو د موروثي قيادت د توجيه لپاره كارولې وي، بيا خو حقيقتاً چي ټگمارانو يوې عربي اصطلاح ته داسي رنگ وركړى چي گواكي دا د كوم آيت يا حديث برخه ده.
•   پوښتنه دا ده چي د اسلامي شريعت له مخي ولس د امير په ټاكلو كي څه حق او څه وجيبه لري؟ د امارت دنده د چا له لوري چا ته سپارل كېږي؟ د امارت د اهل تشخيص د چا كار دئ؟ آيا د ولس له بيعت او رضايت نه پرته د چا امارت شرعي مجوز لري؟ آيا د زور او جبر امارت جائز دئ؟ امير په جومات كي او د عوامو په خوښه ټاكل كېږي كه په قصرونو كي او د تړلو دروازو تر شا د خواصو لخوا؟ ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم په جومات كي د ټولو لمونځ كوونكو له بيعت نه وروسته د اميرالمؤمنين په توگه غوره شول كه د خاصو اشخاصو له لوري؟
•  آيا د عمر رضي الله عنه هغه وينا مو اورېدلې چي د سقيفه بنى ساعده په غونډي كي ئې وكړه: “فمن بايع أميرا عن غير مشورة المسلمين فلا بيعة له ولا بيعة للذي بايعه تغرة أن يقتلا: كه څوك د مسلمانانو له مشورې پرته له كوم امير سره بيعت وكړي نه د ده بيعت ارزښت لري او نه د هغه چا چي بيعت ئې ورسره كړى، د دې وېره شته چي دواړه ووژل شي” !! د عمر رضي الله عنه دا وينا ډېر پرېكنده او قاطع حجت دئ د هغه چا په ضد چي د ټولو مسلمانانو له موافقې او مشورې پرته د څو كسانو بيعت د امارت لپاره كافي گڼي، دا يوازي د درباري مفتيانو رأيه كېدى شي نه په دين د يوه پوه انسان رأيه. دا رأيه د سلاطينو په خدمت كي بوختو مفتيانو هغه مهال وركړه چي د امير انتخاب له جومات نه قصرونو ته او له عوامو نه درباري خواصو ته انتقال شو او په نتيجه كي ئې امارت موروثي او خانداني شو او يزيد اميرالمؤمنين!! شو. •  ځيني خلك وايي: عوام د امير په ټاكلو كي د څه ويلو حق نه لري، په دوى كي ځيني دومره غلو كوي چي عوامو ته د جاهلانو او احمقانو خطاب كوي او وايي چي د امير د انتخاب حق جاهلانو او احمقانو ته نه دئ سپارلى شوى!! ځيني خو دا خبره په ښه نيت كوي خو په دې نه پوهېږي چي د ښه نيت خبره بايد په ښو الفاظو وكړي او داسي څه ونه وايي چي له اسلام نه د عوامو زړه تور كړي!! دې دوستانو ته وايو:
•    موږ خو ټول قرآن په ډېر دقت سره لوستلى، ستا دا وينا مو نه صراحتاً او نه اشارتاً په كي موندلې، صحاح سته مو لوستلي؛ داسي حديث مو نه دئ ليدلى چي ستا دغه وينا تأييد كړي، قرآن خو وايي چي الله تعالى د يوه (امي) قوم له منځه يو (امي) پيغمبر غوره كړ، د دې لپاره چي د ټولي نړۍ غوره امت ترې جوړ شي، او همداسي وشول، همدا امي او په ليك لوست نه پوهېدونكى قوم د ټول عالم لارښود شو، قرآن خو د اهل كتابو هغه علماء او مشايخ په سختو الفاظو رټي، چي ځان ئې تر نورو غوره گڼلو او ويل به ئې: زموږ سيني له علومو ډكي دي، حتى له هغو خرو سره ئې تشبيه كوي چي كتابونه پرې بار وي!! قرآن خو ايمان او عمل د فضيلت لامل گڼي نه بل څه، څلور راشد خلفاء خو په جومات كي د هغو خلكو لخوا غوره شوي چي د اهل كتابو احبارو به عوام كالانعام ورته ويل، همغه اصطلاح چي نن ئې د دوى ملگري كاروي!!
•    دا دوستان دې ته متوجه نه دي چي احتياط بايد په دې كي وشي چي نومول شوي اشخاص اهل او د امارت وړ وي، نه دا چي څوك رأيه وركوي، كه له دوو داسي اهل شخصيتونو څخه چي د امارت لپاره وړ او مناسب وي، ټول ضروري مواصفات ولري، د علم، تقوى، امانت او اهليت په گاڼې سمبال وي، يو ئې د عوامو په خوښه او د اكثريت په رأيه غوره شي، څه تاوان مو كړى؟ اشكال خو هغه مهال راولاړېږي چي اهليت په پام كي ونه نيول شي او يوازي د رأيو اكثريت ته اعتبار وركړى شي.
•   ليكوال د خپلي خبري د تأييد لپاره يو ځل بيا د قرآن او حديث په ځاى د يوه ليكوال په رأيي استناد كوي او ليكي: وتلى محقق عالم او ليكوال علامه مناظر احسن گيلاني رحمه الله ليكي: د الهي وحي او د نبوت په مباركه ژبه تر امت رسېدلي معلومات په محدودو الفاظو او كلماتو كي ځاى كړل شوي او بل لور ته د بشري ژوندون حال دا دئ چي د هري ورځي لمر له راختو سره سم د ځينو داسي نويو او پېچلو حالاتو سره يوځاى څرك وهي چي د هغو بېلگي وړاندي نه وې ليدل شوې همدغو راتلونكو نويو پېښو او حالاتو ته د فقهاوو په اصطلاح كي (الحوادث و النوازل) ويل كېږي، څرگنده ده چي يو لور ته د الهي وحي الفاظ محدوديت لري او بل لور ته حوادث او نوازل لامحدود يا پر بل سپيناوي لامتناهي دي!! د دې دواړو حالتونو تشه د اجتهاد او عقلي لاس وهني پرته ډكول ناشوني دي…!! او په پاى كي ليكي: دا هغه اړتيا ده چي د پوره كولو لپاره ئې موږ د دنيا په چارو كي نه يوازي په ديني معاملاتو كي هم اجتهاد، عقل او فقهي ته اړ يو.” د دوى د دې وينا او استدلال په اړه څو عرايض لرو:
1.  دا استدلال ډېر كمزورى او ناوارد دئ. نه پوهېږو چي په دې استدلال سره دوى څنگه دا ثابتوي چي د امير انتخاب د اهل حل و عقد دنده ده؟!
2.  كه د بحث موضوع هغه حوادث او نوازل وي چي د امت په تېر تاريخ كي ئې بېلگه نه موندل كېږي؛ نو بيا خو دې استدلال څه ناڅه وزن درلود، نه پوهېږو چي دوى څنگه د امير د انتخاب په څېر ستره موضوع په نوازلو كي شمېري؟!!
3.  دا وينا په ناسمه توگه كارول شوي چي “د الهي وحي او د نبوت په مباركه ژبه تر امت رسېدلي معلومات په محدودو الفاظو او كلماتو كي ځاى كړل شوي”، له دې وينا دا راايستل چي د نويو پېښو او قضاياوو لپاره نوي احكام راايستل جائز دي بې ځايه او ناسم استدلال دئ، موږ په دې عقيده يو چي قرآن كامل دئ، بشپړ دئ، كافي دئ، هيڅ څه ئې نه دي پرېښي، په قرآن كي هره هغه لارښوونه راغلې چي د قيامت ترورځي انسانان ورته ضرورت لري، يا په مفصله توگه او يا په مجمله توگه، دا د قرآن اعجاز دئ چي په محدودو الفاظو كي ئې هومره لارښووني راغلې چي د انسان د ټول ژوند لپاره؛ له ټولو پېچلو او پراخو ابعادو سره ئې، د قيامت تر ورځي كفايت كوي، د پيغمبر عليه السلام په زرگونو احاديث د همدې محدود قرآن شرحه ده، د فقهي ضخيم ضخيم كتابونه له همدغو منابعو سرچينه اخلي، هغه رأيه د منلو وړ ده چي له قرآن او حديث سره سمون خوري، له دې نه آخوا چي څوك كومه رأيه وركوي د هغه شخصي رأيه ده، هيڅوك ئې پر منلو او پلي كولو مكلف نه دي. يوازي د دليل له مخي به ئې مني، دا كافي نه ده چي څوك ووايي: فلان علامه دا خبره كړې، فلان عباسي امير دا كار كړى… نو ځكه دا د شريعت جزء ده او موږ ئې پر منلو او كولو مكلف يو!!
4.   يو مهال موږ د كمونيستانو له دې پوښتني سره مخامخ وو چي ويل به ئې: مسلمانان ادعاء كوي چي په قرآن كي هر څه بيان شوي كه داسي وي نو موږ ته په قرآن كي ترافيكي قوانين راوښيئ! اوس له علامه وو او د دوى له پلويانو دې ته ورته خبري اورو چي د قرآن الفاظ محدود دي او د ژوند د لامحدودو پېښو او قضاياوو په اړه لارښووني په كي نه دي بيان شوې، د دغو پېښو په اړه اجتهاد ته اړ يو!! د دواړو د دې ورته وينا په اړه څو عرايض لرو:
•   ټرافيكي قوانين؛ قوانين نه بلكي اجتماعي مقرارات او قراردادونه دي، په داسي مواردو كي اسلام موږ ته هغه بنسټيزي لارښوني كړې دي چي داسي مقرارات او قراردادونه ورته ضرورت لري، لكه دا چي: په ښي لاس درومه، د ژمنو مراعات كوه، بل ته ضرر او اذيت مه رسوه، په خپل حق او وار قناعت كوه، د عمد او خطاء قتل او جرح سزا به څه وي… 
•    يو وخت مي د يوه داسي خطيب وينا د تلويزيون له لاري اورېده چي هره خبره ئې په ډېر زور سره كوله، په دې ئې ټينگار كولو چي په قرآن كي ټول احكام نه دي راغلي، خو مقصد ئې دا وو چي ځيني احكام داسي دي چي يوازي ئې په احاديثو كي موندلى شو، د دې ادعاء د اثبات لپاره ئې وويل: په قرآن كي يوازي هغه غوښه حلاله گڼل شوې چي د ذبحي پر مهال ئې د الله تعالى نوم ياد شي، خو كب (ماهي) بې له ذبحي حلال دئ، د دې استثناء بنسټ د قرآن كوم آيت نه بلكي د پيغمبر عليه السلام حديث دئ، څو ځلي ئې دا خبره تكرار كړه چي راوښيئ د قرآن كوم آيت دا استثناء جائز گڼي؟!! ما ويل په قرآن كي دا استثناء شته خو څه وكړو چي ته نه ئې ورته متوجه شوى! قرآن ماهي د لحماً طرياً يعني تازه غوښي په نامه ياد كړى او دا ښيي چي ماهي د تازه او پاكي غوښي حكم لري، پيغمبر عليه السلام ځكه ويلي چي ماهي له ذبحي پرته حلال دئ. همداراز دې خطيب ويل چي د لمانځه ترتيب، اوقات او د ركعتونو شمېر په قرآن كي نه مومو… ما ويل: پيغمبر عليه السلام د لمانځه هر څه له قرآنه اخيستي، د الله په نامه د لمانځه پيل، قيام، تلاوت، ركوع، سجده، په ركوع او سجده كي تسبيحات، د لمانځه پنځه وختونه او د ركعتونو شمېر؛ دا ټول هغه څه دي چي په قرآن كي ورته يا په ډېر وضاحت سره يا تلويحاً اشاره شوې، خو زه او ته د ځينو منشأ درك كولى شو او د ځينو نه،
د لمانځه د ځينو برخو منشأ په قرآن كي دا آيتونه دي:
(و ذكر اسم ربه فصلى)  د تكبير تحريمه لپاره
په قرآن كي د سجدې امر اولس ځلي راغلى، د هري ورځي د فرض ركعتونو شمېر هم اولس ټاكل شوى.
تل تر سجدې مخكي د ركوع ذكر راغلى د همدې لپاره په لمانځه كي ركوع تر سجدې مخكي ده. د الزمر د سورې په دغو دوو آيتونو كي د تسبيح لپاره څلور وخته سحر، ماښام، ماخستن او ماپشين ذكر شوي:(فسبحان الله حين تمسون وحين تصبحون _  وله الحمد في السماوات والارض وعشيا وحين تظهرون)
نو د الله تسبيح وينه ده كله چي (ماښام) او (گهيځ) ته ننوځئ او ده ته په آسمانونو او زمكي كي ستاينه ده او (ماخستن) او هغه مهال چي(ماپشين) ته ننوځئ.
او د طه د سورې په 130 آيت كي د مازديگر د وخت يادونه هم شوې: (فاصبرعلى مايقولون وسبح بحمد ربک قبل طلوع الشمس وقبل غروبها ومن ‌ءانآ‌‌ءالليل فسبح واطراف النهار لعلک ترضى)
نو په هغه څه چي دوى ئې وايي صبر وكړه او له ستايني سره د خپل رب تسبيح وايه (تر لمر راختو مخكي) او (تر لوېدو ئې مخكي) او (د شپې په يوې برخي كي) تسبيح وايه او د (ورځي په اطراف) كي؛ چي راضي شې.
دلته د سحر، مازديگر او ماخستن يادونه په صراحت سره شوې او دوو نورو وختونو ته د اطراف النهار په لفظ اشاره شوې.
د همدې لپاره د لمانځه پنځه وخته ټاكل شوي.
كله چي د الواقعة د سورې په 74 آيت كي دا امر وشو: (فسبح باسم ربک العظيم) الواقعه: 74
نو پيغمبر عليه السلام وفرمايل: دا تسبيح په ركوع كي شامله كړئ. 
او كله چي د الاعلى د سورې په لومړي آيت كي دا امر وشو: (سبح اسم ربک الآعلى) الاعلى: 1
نو پيغمبر عليه السلام  وفرمايل چي دا تسبيح په خپلو سجدو كي شامله كړئ.
كه په قرآن كي غور وكړئ وبه گورئ چي د ركوع امر د سجدې په پرتله لږ دئ، د همدې لپاره په لمانځه كي د ركوع شمېر تر سجدې لږ دئ.
د الاسراء سورې په 78آيت كي د سحر لمونځ د قرآن الفجر په نامه ياد شوى او دا ښيي چي قرائت د لمانځه اساسي برخه ده. ( اقم الصلات لدلوک الشمس الى غسق الليل وقرءان الفجر ان قرءان الفجرکان مشهودا)
په دې آيت كي له يوې خوا د گهيځ لمانځه ته قرآن الفجر ويل شوي له بلي خوا پنځه لمونځونو ته اشاره كوي: د لمر له زواله تر ماخستن پوري څلور لمونځونه او د سحر لمونځ ئې پنځم.
له دغو آيتونو نه په صراحت سره معلومېږي چي پيغمبر عليه السلام د لمانځه هر څه له قرآنه اخيستي.  

نور بيا

……………………….

Write a comment

Share |