19 په اسلام کې د نر او ښځې اختلاط

Posted by ezzat | Posted in اسلامې مقالی | Posted on 09-03-2011-05-2008

0

ليکنه: استاذ فتحي يکن

ژباړه: زاهد جلالي

 

د دي لپاره چي په ټولنه کي فتنه او فساد لمنځه لاړ شي، اسلام د ښځي او نر ترمنځ اختلاط منع کړي، خو که اختلاط د لويو مقاصدو د لاسته راوړلو لپاره وي لکه د علم لاسته راوړل اوياهم د جهاد د فريضي په ادا کولو کي هغه هم په حشمت او وقار د شرعي حجاب په لرلو سره اختلاط جايز دي . د ښځي او نر ترمنځ اختلاط، هغه حالت ته د رسيدو لمړي پړاو دي په کوم حالت باندي چي غربي ټولني ککړي شوي. همدا سبب دي چي اسلام د ښځي او نر ترمنځ اختلاط شديداُ منع کوي داهم بايد په ياد ولرو چي دښـځي او نر ترمنځ اختلاط هيڅ کله هم د پرمختګ خنډ کيږي نه. حضرت محمد صلي الله عليه وسلم فرمايي: هرکله چي ښځه او نر د خلوط لپاره سره کيني ددوي ترمنځ دريم شيطان دي او په يوبل حديث کي فرمايي: ښځو ته له ورتلو څخه ځانونه وژغوري… طبراني روايت کړي: له ښځو سره له ناستي ځانونه وژغوري په خداي قسم چي زما ځان يي په قدرت کې دي چې هيڅ کله هم ښځه او نر، نه کيني مګر شيطان يي په اوسط کي وي.

Write a comment

Share |