14 د ماتم او د حسين رضي الله عنه د فرضي او خيالي جنازي شرعي حکم

Posted by ezzat | Posted in اسلامي فتوي | Posted on 07-12-2010-05-2008

0

[سوال ] ايا د غم او مصيبت په وخت کي بي صبري کول، ګريوان څيرل، خپل مخ او سينه په څپيړو وهل، تعزيه، فرضي او خيالي جنازي په بازارونو کي ګرځول؛ په قرآن او سنت يا د آل بيت له اماما نو څخه ثابت دي .


[ځواب ] د مصيبت په وخت کي الله تعالى موږ ته په قرآن کريم کي د صبر کولو لارښودنه کړي. ګريوان څيرل، مخ او سينه په څپيړو وهل او داسي نور کار ونه ټول د صبرخلاف عملونه دي. الله تعالي فرمايلي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ( البقره: 153)

اي مومنانو!په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړي يقيناً الله تعالي د صبرکونکو ملګرى دى .
د انسان مخي ته چې د شريعت په حکمونو کي کوم مشکلات راځي، مصيبتونه او دردونه ورباندي راځي نو ددي ټولو مشکلاتو د مقابلي کولو لپاره صبر او لمونځ ډير غوره مرستندويه او معاون دى، لکه حديث کي راځي :د
مؤمنانو لپاره هر حالت غوره ده؛ د تکليف په حالت کي صبر کوي او په خوشحالي کي شکر کوي )) .[تفسير ابن کثير ،قرطبي ] .

ددي ايت نه وروسته په بل راتلونکي ايت کي الله تعالي د جهاد د حکمونو او د مؤمنانو د ازمائښت يادونه کړي .(( وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ (154) وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (155) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ (156) البقره. )).

او څوک چې د الله تعالي په لاره کي ووژل شي مړه مه واياست بلکه دوي ژوندي دي خو تاسي نه پوهيږي، موږ به خامخا تاسي په څه ويري، لوږي، د مالونو، نفسونو او ميوو په کمښت او تاوان آزمويو؛ نو صبرکونکوته زيري ورکړه ( هغو ) صابرانو ته کله چې دوي ته مصيبت ور ورسيږي نو دوي: إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ وايې.
موږ خاص دالله تعالي يُو او موږ د هغه په لوري ورتلونکي يو .
د پورتني ايتونو نه معلومه شوه چې مؤمن انسان ؛ الله تعالي په مختلفو طريقو سره آزموئي، کله د ويري په واسطه کله د نفسونو او مالونو په واسطه او کله د ميوو په کمښت سره، مؤمن انسان ته چې کله ددي تکاليفو نه کوم تکليف ورسيږي نو هغه بي صبري نکوي؛ بلکه په صبرسره دا تکليف برداشت کوي .
کوم کسان چې په مصيبت او پريشاني کي بي صبري او چغي، فرياد کوي ؛ ګريوانونه څيروي ، ويښتان شکوي نو دوي د نبي کريم صلي الله عليه وسلم د فرمان مطابق په محمدي امت کي ندي داخل .
د سيدنا عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روايت ده چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي ((لَيْسَ مِنَّا مَنْ ضَرَبَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ)) .

کوم کس چې ( په مصيبت کي ) مخ ووهل، ګريوان ئي وڅيرل او د جاهليت په شان چغي ناري ئي ووهلي نو هغه زموږ څخه نه ده )) ..
[بخاري سره د فتح الباري ٣\١٦٣، مسلم (١٦٠)، نسائي ٤\١٩، منتقى د ابن الجارود(٥١٦)،ترمذي(٩٩٩) ، ابن ماجه(١٠٨٤)، احمد١\٣٨٦، ٤٣٢، بيهقي ٤\٦٤ ].

په محرم الحرام کي چې کوم خلک ( د سيدنا علي، سيدناحسن او حسين رضي الله عنهم نومونه اخلي په لارو کوڅو کي ګرځي ګريوانونه څيري ، سيني وهي نو د دوي دا کار د قرآن او حديث سره سره د خپلو آئمه اهل بيتو او فقهي جعفري د مجتهيدينو له فتوو څخه هم خلاف ده . زموږ د معلوماتو له مخي دا ناوړه عمل په ٣٥٢ هجري کال کي د محرم الحرام په لسم تاريخ د معزالدوله شيعه په حُکم سره شروع کړل شو .
د دينه مخکي ددي ناوړه او قبيح عمل نوم نښان هم نوو، په تاريخ ابن اثير ١٩٧ مخ کي راځي :
(( په لسم د محرم الحرام ددي ناوړه کار شروع په بغداد کي د معزالدوله په حکم سره وشوه؛ ده په کال ٣٥٢ هجري کي د محرم الحرام په لسم تاريخ امر وکړو چې دوکانو ته دي بند کړل شي ، بازار او د اخستلو خرڅولو کارونه دي ودرول شي خلک دي ژړاګاني وکړي، مکمل تور لباس دي واغوندئ، ښځي دي سر ببرکړي او ګريوانونه دي څيري کړي، په وهلو وهلو سره دي په ټول ښار کي وګرځيږي)) .
موږ د فقه جعفري د معتبرو کتابونو نه يو څو حوالي ليکو : (( عَنْ أَبِي عَبْدِ اللَّهِ إِنَّ الصَّبْرَ وَ الْبَلَاءَ لَيَاتِيانِ إِلَى الْمُؤْمِنِ فَيَأْتِيهِ الْبَلَاءُ وَ هُوَ صَبُورٌ وَ إِنَّ الْجَزَعَ وَ الْبَلَاءَ لَيَاتِيانِ إِلَى الْكَافِرِ فَيَأْتِيهِ الْبَلَاءُ وَ هُوَ جَزُوعٌ )).
د امام جعفر صادق نه نقل دي چې هغه ويلي يقيناً صبر او ازموينه دواړه په مؤمن باندي راځي په مؤمن چې کله آزمويښت راشي نو هغه صبر کونکي وي.
بي صبري او آزموينه دواړه په کافر راځي؛ کله چې په هغه څه آزمويښت راشي نو هغه بي صبري کوي .[فروع کافي کتاب الحنائز ١\١٣١].
د امام جعفر صادق ددي فتوي نه معلومه شوه چې صبر کونکي مومن وي او څوک چې صبر نه کوي نو هغه مؤمن نده .
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ( صلى الله عليه وآله ) لِفَاطِمَةَ إِذَا أَنَا مِتُّ فَلَا تَخْمِشِي عَلَيَّ وَجْهاً وَ لَا تَنْشُرِي عَلَيَّ شَعْراً وَ لَا تُنَادِي بِالْوَيْلِ وَ لَا تُقِيمِي عَلَيَّ نَائِحَةً

امام جعفر صادق ويلي په مړي باندي چغي او وير کول، جامي څيرل جائز ندي .[فروع کافي ١\٨٨].
(( قال ابوجعفر من جدد قبرا او مثل مثالاً فقدخرج عن الاسلام)). امام باقر ويلي چاچې قبر نوي کړو يايي د څه تصويرجوړ کړو نو هغه د اسلام څخه ووتل .[ من لايحضر الفقيه، باب النوادر].
(( قال رَسُولُ اللَّهِ لَا تَلْطِمْنَ خَدّاً وَ لَا تَخْمِشْنَ وَجْهاً وَ لَا تَنْتِفْنَ شَعْراً وَ لَا تَشْقُقْنَ جَيْباً وَ لَا تُسَوِّدْنَ ثَوْباً وَ لَا تَدْعِينَ بِوَيْلٍ )).
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : قطعاً مخونه مه وهئ، مه مخونه خمچې کوئ، مه ويښتان شکوئ، مه ګريوان څيرئ، مه جامي تور وئ او مه چغي او وير کوي )) .[فروع کافي ،کتاب النکاح ٢٢٨مخ ].
د فقي جعفري د پورتنو پنځو روايتو نه معلومه شوه چې په فقه جعفري کي هم د رسول الله صلي الله عليه وسلم، د امام باقر، امام جعفر صادق او نورو څخه ددي روايتونه نقل دي هغه ټول پدي خبره صراحةً دلالت کوي چې د مصيبت په وخت کي ويښتان ببرول او شکول، مخ په څپيړو وهل، سينه وهل، واويلا کول، مرثيي لوستل، خيالي او فرضي جنازي جوړول، قبرونه نوي کول دا ټول په ټوله حرام او ناجائزکارونه دي .
نو پدي خاطر د پنج تن پاک نعري وهونکو ته پکار دي چې د فقي جعفري د غه پنځو دلائلو ته هم وګوري او ددي د مخالفت څخه ورته ځان ساتل پکار دي .[مجلة الدعوه ،جون ١٩٩٤ء ]

Write a comment

Share |