10 د قرباني متعلق د ځينو احاديثو تحقيق

Posted by ezzat | Posted in اسلامي فتوي | Posted on 14-11-2010-05-2008

0

[سوال ]د ( مجلة الدعوة ) د جون د مياشتي په ګڼه کي د قرباني احکام او فضائل ورکړى شوي وو، او په هغو کي يو حديث د مړي د قرباني د حکم په باره کي ليکلي شوي وو .

په ترمذي شريف کي روايت دى چې سيدنا علي رضي الله عنه به د نبي کريم صلي الله عليه وسلم له طرفه قرباني کوله، او علي رضي الله عنه به ويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل مرګ نه پس ماته د قرباني کولو وصيت کړي .

ددي نه معلومه شوه چې د مړي له طرفه قرباني کول مشروع او جائز عمل دى، ددي حديث په باره کي مو وضاحت په کار دى چې ايا دا حديث خوضعيف ندى؟ که ضعيف وي نو په را تلونکي ګڼه کي ددي وضاحت وکړئ .

[سيف الله، سول سيکورټي هسپتال ، فيصل آباد ].

[ ځواب ] علي رضي الله عنه ته منسوب پورتنى روايت چې په سنن ابوداود ٣\٤٩ او سنن ترمذي ٤\٨٤ کي راغلى؛ انتهائي ضعيف روايت دى، ددي  روايت د ضعيف کيدو وجه په لاندي ډول ده :

[١]امام ترمذي د دي روايت د نقلولو نه پس ويلي چې:(( هذا حديث غريب لا نعرفه إلا من حديث شريك ))دا غريب حديث دى موږ ته د شريک نه بغير په بله هيڅ واسطه نده را رسيدلي. او د شريک بن عبد الله القاضي حافظه ( په اخري عمر کي ) متغيره شوي وه .

حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب التهذيب ١٤٥ مخ کي ويلي : ((صدوق يخطىء كثيرا تغير حفظه منذ ولي القضاء بالكوفة  )) دي رشتنى( صادق )دى ليکن ډير خطا کيږي، او د کوم وخت څخه چې دى د کوفي قاضي مقرر کړى شوى نو دده حافظه متغيره شوي وه .

امام مسلم صرف په متابعاتو کي د ده روايتونه نقل کړي،پده يي احتجاج ( دليل نيول  ) ندي کړي .

[٢]د دي  روايت په سند کي دويمه خرابۍدا ده چې (( شريک )) د (( ابوالحسناء )) نه روايت نقلوي او هغه ( يعني ابوالحسناء ) مجهول راوي دى، د ده په باره کي هيڅ معلومات نشته چې دى څرنګه  وو، حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب ٤٠١مخ کي ليکي چې :(( مجهول من السابعة )).

[٣] پدي دريمه خرابي دا ده چې د علي رضي الله عنه نه چې څوک دا روايت نقلوي نوهغه (( حَنَشْ ))ابوالمعمرالکناني دى،دا راوي هم (( متکلم فيه )) دى،حافظ ابن حجر عسقلاني په تقريب ( ٨٥ ) مخ کي ليکلي چې (( صدوق له أوهام ويرسل ))رشتني ده، ليکن د ده په روايتونو کي وهم وي او مرسل روايتونه بيانوي .

امام ابن حبان وايې: چې دى (( کثير الوهم )) دى؛ د علي رضي الله  عنه نه په بعضي روايتونه نقلولو کي منفرد يعني يواځي دى؛ او د حجت  قابل ( وړ ) نده.[عون المعبود مع ابوداود ٣\٥١ ].

[ يادونه ]: ددي روايت نه علاوه پدي مضمون ( ليکنه )کي د مستدرک او ابن ماجه ( ٣١٢٨) دا روايت (( عَنْ زَيْدِ بْنِ أَرْقَمَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قُلْنَا : يَا رَسُولَ اللهِ مَا هَذِهِ الأَضَاحِيُّ ؟ قَالَ : سُنَّةُ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ  )) هم سخت ضعيف بلکه موضوعي دى، ددي وجوهات هم په لاندي ډول دي:

[١] د دي  په سند کي (( عَائِذُ اللَّهِ الْمُجَاشِعِيْ )) راغلي ،چې د ده په باره کښي امام بخاري ويلي ((لاَ يَصِحُّ حَدِيثُهُ )) د ده حديث صحيح ندى، امام ابوحاتم دده په هکله ويلي :(( مَتْرُوك الحَدِيث )). [تنقيح الرواة ١\٢٨٠].

حافظ ابن حجر ويلي :ضَعيف [تقريب :١٦٢مخ  ].

[٢]ددي روايت دويم راوي د ابوداود په سند کي ((نُفَيْعِ بن الْحَارِثْ)) دى، د ده په باره کي امام دارقطني ويلي: هُومتروک [ تنيقح الرواة ١\٢٨٠].

امام هيثمي په مجمع الزوائد کي ويلي: هُوَ مَتْرُوك وَاتُّهِمَ بِوَضْعِ الْحَدِيث.

حافظ ابن حجر عسقلاني ويلي :(( مَتْرُوكٌ، وَقَدْ كَذَّبَهُ اِبْنُ مَعِينٍ )). (تقريب ٣٥٩).

ددينه معلومه شوه چې (( نُفَيْعِ بن الْحَارِثْ )) متروک الحديث او دروغجن راوي ده .

[٣] همدارنګه په دي روايت کي (( سلام بن مسکين )) هم د عائذالله نه په روايت نقلولو کي يواځي دى .[تنقيح الروايه ١\٢٨٠ ] .

دا د مضمون ليکونکي د عفلت او تساهل نتيجه وه چې هغه تحقيق نده کړى.په مجلة الدعوة کي ددي مضمون په چاپولو مونږ د لوستونکو څخه معذرت غواړو، اميد ده چې لوستونکي زموږ  دا لغزش او تيرونه معاف کړي .[مجلة الدعوة، اګست ١٩٩٢ء].

په اسلام کي د قربانۍ اهميت:

                                                                                                                                                            ليکوال مفتي \الشيخ ابوالحسن مبشراحمدرباني حفظه الله ورعاه.

ژباړه : مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي.

Write a comment

Share |