8 په قبر کي د نبي کريم صلي الله عليه وسلم ليدل

Posted by ezzat | Posted in اسلامي فتوي | Posted on 11-11-2010-05-2008

6

ليکوال مفتي \الشيخ ابوالحسن مبشراحمدرباني حفظه الله ورعاه.

ژباړه : مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

[ سوال ] د مړي نه چې کله په قبر کي دا سوال کيږي (( ما کنت تقول في هذا لرجل )) ته د دي سړي متعلق څه واېي؟ ايا د رسول الله صلي الله عليه وسلم صورت هلته مړي ته ورښکاره کولى شي او که  په خپله رسول الله صلي الله عليه وسلم هلته تشريف راوړي ؟

ځيني کسان وايې چې پدي حديث کي اسم اشاره (( هذا )) د نزدي  لپاره ده، د دي څخه معلوميږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته حاضريږي، او ملائک هغه ته اشاره کوي چې ((  ماکنت تقول في هذا ا لرجل )).

د قرآن او سنت په رڼا کي صحيح ځواب راکړئ، واجرکُم على الله .

[ ځواب ] کله چې انسان په دي فاني دنيا کي خپل مقرره وخت پوره کړي،او د قبر غيږ  ته ورشي نو د ده نه ((  منکر، نکير  )) سوالونه کوي په هغو کي يو سوال د نبي کريم صلى الله عليه وسلم متعلق هم وي، ورته ويلى شي چي:(( ما کنت تقول في هذاالرجل  )) ته ددي سړي متعلق څه وايې؟.

 که چيرته دا انسان ايمان لري نو ددي صحيح ځواب ورکوي، او که چيرته کافر وي نو هغه به وائي ((  لا ادري )) زه نه پوهيږم ، ليکن دا خبره په هيڅ حديث کي نشته چې رسول الله صلي الله عليه وسلم هلته په خپله حاضريږي يا د رسول الله صلي الله عليه وسلم صورت ورته پيش کولى شي چې هغه ته وګوري او ملائک ورته اشاره کوي  چې (( ما کنت تقول في هذاالرجل  ))

 ملاعلي قاري د مشکواة په  شرحه کي ليکلي چې :(( قِيلَ يُكْشَفُ لِلْمَيِّتِ حَتَّى يَرَى النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَهِيَ بُشْرَى عَظِيمَةٌ لِلْمُؤْمِنِ إِنْ صَحَّ ذَلِكَ . وَلَا نَعْلَمُ حَدِيثًا صَحِيحًا مَرْوِيًّا فِي ذَلِكَ)).

ويل شوي چې د مړي لپاره پرده وُچته شي تر دي چې هغه رسول الله صلي الله عليه وسلم وويني، که چيرته دا خبره صحيح وي؛ نو دا د مؤمن لپاره د خوشحالي غټ زيرى ده ( چې هغه د رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدل کوي ) ليکن د دي  متعلق زموږ د علم مطابق هيڅ صحيح حديث نده روايت شوى .[ مرقاة د مشکواة په حاشيه ١\٢٤].

امام جلال الدين السيوطي رحمه الله ليکي:  ((  وسئل ( الحافظ بن حجر ) هل يكشف له ( للميت ) حتى يرى النبي صلى الله عليه وسلم فأجاب أنه لم يرد حديث وإنما إدعاه بعض من لا يحتج به بغير مستند سوى قوله في هذا الرجل ولا حجة فيه لأن الإشارة إلى الحاضر في الذهن  )).

د حافظ ابن حجر نه سوال وکړى شو چې آيا د مړي نه پرده وچتولى شي ددي  لپاره چې هغه رسول الله صلي الله عليه وسلم وويني؟ نو هغه ځواب ورکړ چې دا خبره کول چې مړي ته پرده وچتولي شي او هغه رسول الله صلي الله عليه وسلم ويني، داپه هيڅ صحيح حديث کي نده روايت شوي، ځيني خلکو د بي سنده خبرونه څخه دليل نيولى؛ خو هغه د حجت وړ ندي .

سيوا ددي  خبري، يعني (( هذا الرجل )) څخه، نور پدي کي د دي په هکله د دوي سره  هيڅ دليل نشته، ځکه چې دلته ((  هذا )) اشاره (( ماحضرفي الذهن )) ته؛ يعني هغه څه ته شوي؛ څه چې په ذهن کي حاضر وي.[ شرح صدرو ٦٠مخ ؛مصري چاپ، همدارنګه وګوره: مرقاة ١\٣٤٠ ].

 د (( هذا )) اسم اشاري څخه استدلال کول صحيح ندي ځکه حضور دوه قسمه وي يو حضور ذهني ( تصوراتي ) دويم حضور شخصي، دلته حضور ذهني مراد ده، حضور شخصي نده  مراد.[وګوره:  مرقات ١\٣٤٠].

 ددي نه علاوه په قرآن کريم او د احاديثو په کتابونو کي ډيرداسي مثالونه موجود دي چې (( هذا))  اسم اشاره د ليري معناګانو لپاره استمعال کړى شوي وي، او دا ضروري نده چې د څه طرفته اشاره کولى شي نو هغه دي ( هلته) موجود وي .

په قرآن کريم کي راغلي چې ملائکو د لوط عليه السلام د قوم د هلاکولو لپاره تشريف راوړل؛ نو اول د ابراهيم عليه السلام خوا ته راغلل، ابراهيم عليه السلام د ملائکو څخه د دوي د راتللو سبب و پوښتل؛ نو ملائکو ورته و ويل (( إِنَّا مُهْلِكُوا أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ (31؛ عنکبوت )).

مونږ د دي کلي اوسيدونکي هلاکوو، ځکه ددي  کلي اوسيدونکي ظالمان دي.

( دلته وګورئ ) لوط عليه السلام د (( سدوم )) دى، او ابراهيم عليه السلام په ((  فلسطين )) کي وو؛ د سدوم کلى د ملايکو سره خواکي موجود نه وو؛  ليکن ملايکو بيا هم  سدوم ته د ((  هذه )) په اشاري کولو سره خبره وکړه؛ ځکه (( سدوم )) د ابراهيم عليه السلام او ملايکو په ذهن کي وو.

همدارنګه په صحيح بخاري ١\٤ او صحيح مسلم ٢\٩٧ کي روايت دى چې ((  هرقل رومي  )) په بيت المقدس کي د سيدنا ابو سفيان رضي الله عنه نه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په هکله پوښتنه  وکړه چي ((  أَيُّكُمْ أَقْرَبُ نَسَبًا بِهَذَا الرَّجُلِ )).

په تاسو کي څوک دي کس ته د نسب په لحاظ ډير نزدي دى؟.

 همدا شان په دي روايت کي راځي چې هغه  وويل (( إِنِّي سَائِلٌ عَنْ هَذَا الرَّجُلِ )).زه ددي سړي په هکله تپوس کوم .( وګوره :بخاري، مسلم او داسي نور)..

مطلب دا چې په بيت المقدس کي کله د نبي کريم صلي الله عليه وسلم متعلق خبري اتري وشوي نو د رسول الله صلي الله عليه وسلم لپاره د ((  هذا ))  لفظ استعمال کړى شوو،ا و مدينه  د بيت المقدس څخه  تقريباً (( ٨١٠ )) ميله ليري ده.

 د هر قل او بيت المقدس په روايت کي به دا خبره خامخا منلى شي چې دلته ((  هذا )) اسم اشاره حضور شخصي ته نوه بلکه د حضور نفسي ( ذهني ) لپاره يي استعمال کړي ځکه چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم د دوي د خبرو په وخت کي هلته موجود نوو .

همدا رنګه په (( صلح حديبيه )) کي چي (( بديل بن ورقاء )) د مکي د مشرکينو له طرفه د سفير په حيثيت صلح نامه راوړله، د خبرو اترو نه وروسته چې کله بيرته مکي ته واپس راغى  نو هغه وويل :(( إِنَّا قَدْ جِئْنَاكُمْ مِنْ عِنْدِ هَذَا الرَّجُلِ )) [ سنن الکبري للبيهقي والبخاري ١\٣٧٨].

 مونږ تاسي ته ددي  کس لخوا څخه راغلو.

 سيدنا ابو ذر غفاري رضي الله عنه چې کله د نبي کريم صلي الله عليه وسلم  د نبوت په هکله د خلکو بحث مباحثه واوريده نو د خبري د تحقيق لپاره ېي خپل ورور  ور وليږل او هغه ته يې  وويل:  ((ارْكَبْ إِلَى هَذَا الْوَادِي فَاعْلَمْ لِي عِلْمَ هَذَا الرَّجُلِ)).[ بخاري ١\٤٤ مسلم ١\٢٩٧].

 ته ددي وادي طرفته سپور(  لاړ ) شه ما ته ددي  سړي په باره کي معلومات راوړه.

د احاديثو په کتابونو کي دا ډول ډير مثالونه موجوددي چې ((  هذا )) اسم اشاره د بعيد او د حضور نفسي لپاره  استعمال شوي ده.

   همدارنګه په قبر کي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم متعلق سوال کيږي او په هغه کي د ((  هذا ))  لفظ استعمال شوى ، نو هغه  هم د حضور ذهني لپاره ده؛ لکه مخکي د حافظ ابن حجر عسقلاني حواله ذکر شوه.

[مجلة الدعوة ،جون \١٩٩٢ء ].

Comments posted (6)

aslamo alaikum wa rahmatollahi da 8 rakata trawe lmonz pa ar yaw sa malomat rakrie

mashallah

ډیره زیاته مننه له تاسوڅخه . الله تعالی دی تاسو اجرونه درکري

ماشاء الله ديره شه معلومات دي الله(ج) درته اجرونه او ثوابونه دركري

زه هم يوه سوال لرمه هغه داده جي كله هم انسان مر شي نو ايا له ده سره سمدستي حساب كتاب كيزي او كه دي امانت ايشودل كيز تر قيامت بوري ؟ بعضي خلق واي جي دي به عالم برزخ كشي وي كيداي شي جي دعالم برزخ معلومات راكري ؟
مننه

molah saheb insan allah de cha shai de para faida dai????

Ibadat la para

Write a comment

Share |